افغانستان

کندهار: بهرني ځواکونو ماشوم په موټر وواهه او ځای پر ځای یې وواژه

demonstation
كندهار (نن ټکی آسیا 13-مارچ-2011): پرون ورځ د بهرني ځواکونو د کندهار په ښار کې یو ماشوم په موټر ووهه او ځای پر ځای یې وواژه.
د سیمي څخه عیني شاهدان وايي چې په موټر کې سپاره عسکر وروسته تر پيښي د موټر څخه را کښته سوله، او هوايي فایرونه یې وکړه، او بیرته په موټر کې سپاره سوله او ولاړه.
مګر د ایساف مطبوعاتي دفتر په دې اړه ویلي چې ددوی عسکرو په تیروتنه دغه ماشوم په موټر ووهلو او د پيښې وروسته یې کوشش کړی چې ددغه ماشوم د ژغورني لپاره کومک وکړي.
د بلي خوا د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبی رسنیو ته ویلي چې دوی د دې پيښي په اړه پلټني پیل کړي.
د یادوني وړ ده چې دا اول وار نه دی چې بهرني ځواکونه افغانان په موټر وهي، او یا مخامخ فایرونه پر کوي، بلکه داسي پيښي اوس بیخي عادي ګرځیدلي، او د هري پيښي وروسته بیا بهرني ځواکونه یوه اعلامیه خپره کړي، کله خپله تیروتنه ومني او کله بخښنه هم وغواړي، او کله بیا بیخي د پيښي څخه منکر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x