افغانستان
په دايکنډي کې د ايساف يو عسكر ووژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي

كابل (نن ټکی آسیا 13-مارچ-2011): پرون مازیګر د دایکنډي په کجران ولسوالۍ کې د یو څړک د غاړي په چاودنه کې د ناټو یو عسکر وژل شوی او درې نور ملګري یې ټپیان شوي دي.
د ایساف مطبوعاتي دفتر ځیني رسینو ته ویلي چې په ټپيانو کې یو افغان ژباړونکي هم شامل دی.
دغه پېښه هغه وخت را منځته شوله کله چې د بهرني ځواکونو په دغه سیمه کې ګزمه کوله.