افغانستان

ایساف: د هېواد په جنوب او شرق کې د ناټو دوه سرتیري وژل شوی

us-soldiers-ghazni

کابل( نن ټکی آسیا 13 مارچ 2011): په افغانستان کې د نړیوالو بهرني ځواکونو په یوه اعلامیه کې چې نن یې خپره کړې راغلي چې ددوی دوه عسکر د افغانستان په جنوبي او شرقي سیمو کې وژل شوی.

خبرپاڼي ویلي چې د افغانستان په جنوب ددوی یو عسکر د یو ماین په چاوندنه کې او بل په شرق کې د وسلوالو سره په مخامخ جګړه کې له منځته تللی، مګر دا یې نه ده واضحه کړې چې دا عسکر د کوم هیواد دي او په دقیقه توګه پېښه چیرته را منځته سوې.

د روان میلادي کال له پیله د هېواد په بېلا بېلاو سیمو کې د بهرني ځواکونو په منځ کې د وژنو شمېر 80 تنو ته رسیږي، چې 53 یې امریکایان او 10 برتانویان او 17 یې د نورو هیوادونو عسکر دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x