نظــر

کاشکې پاک زړی پتيال دوولس کاله پخوا مړ وای

ليکوال: خپلواک

هغه وخت چې پتيال د کندهار ښار د محمديې مدرسې زده کوونکی و، بياوروسته چې پتيال د يو ځوان هنرمند په توګه د ښار د دوکانونو لپاره تابلوګان ښکل، پتيال هغه مهال ښه روان شعر وايه؛ يوه نيمه مناسبه ليکنه يې هم کولای شوای، د هماغه پېر شاعري يې نن هم په شاعري حساب ده، ځکه چې د دولتي مسوليتونو پر وخت يې کومه ښه ليکنه او ياښه شعر تر سترګو نسو.

البته هغه وخت پتيال يوپاک زړی ځوان و. له شنو او تورو چايو پرته يې بل څه نه پيژندل، ډیروخت يې لمونځ هم کاوه،حتی کله کله به يې په مسجد کې په جماعت لمونځ هم کاوه.

حيف: چې هغه د يومعصوم ځوان په حيث پرينښودل شو، هغه ديوه بې تجربې زلموټي په توګه د شرابو او بربنډو نڅاګانو پر محفلونو واوښت، کاناډايي او امريکايي محفلونه…! چې هدف يې د همداسي تاندو زلمو بي لارې کول اوبیا خپل چوپړته اړ ایستل وو!

همدا وو چې دپتيال په ښکلې اوحياناکه څېره کې نوره هغه ښکلا او پښتني حيا ونه ليدل شوه، بې ګټې حکومتي دورې نه هغه ته څه ورکړل اونه کندهاريانوته….

ځکه چې پتيال د رسمي دندې د لاسه خپل فطري استعداد هم له لاسه ورکړ، شاعري اوليکوالي يې هم ګونګه شوه، زده کړې هم ترې پاتي شوې، چې بیا يې ایله ۷کاله ورسته دوباره پداسي حال کې زده کړې پيل کړې چې چاپیريال ورته پوره ترینګلی و، چې همدې ترینګلتيايې ژوندهم واخيست.

پتيال نه  داطلاعاتو اوکلتورپه رياست کې کندهاريانوته داسي څه پرایښي چې دده دژوندپه ضياع دي وه ارزي اونه هم د ولايت په مرستيالي کې.

د داسي يوه والي مرستيالي او انډيوالي چې د پتيال له چاپیرياله او دين پردی و، پتيال نور هم د خپلو خلګو پر وړاندې له مثبتې روحيې بې برخي کړ!

په داسي يوه اداره کې چې جنایت نه کول عيب ګڼل کيږي، پتيال څنګه پاک پاتې کيدای شوای!

کال وړاندي مې بينوا پرويبپاڼه کې د پتيال هغه ناوړه عکسونه هم ولیدل چې د نورو چارواکو سره په ګډه يې شراب څښل اونشه و…

ماهغه وخت هم په ډیرافسوس له ځانه سره وويل، چې کاشکي مې خپل پخواني پتمن پتيال نن دومره بې پته نه وی ليدلی…
د کندهاري چارواکوپه اړه ډیرې بوږنوونکې خبرې اوريدل کيږي، کندهار ميشته ليکوال محمديار په وينا په کندهار کې د جنايي بنديانو له کورنيو څخه د رشوت په توګه د هغوي دعزت غوښتنه هم کيږي!

که د ځيږو پښتنو په دغه تاريخي ښار کې د خلګو پر عفت د چارواکو داډول لوبې رښتياوي، نو بيا د چارواکو پر سينو لګيدونکې ګولۍ هم د بل چامه ګڼئ، بلکې د همدې درنو او ځيږو کندهاريانو لخوا دي…!!!

له بده مرغه نن چې زموږ مستعد ځوانان په دغه پردي پاله اوقرار دا دي اداره کې دندو ته هڅول کيږي، نو ډیری يې هغو ارګانونو ته سوق کيږي، چې نن سبا يې د ولس پر وړاندې له ظلم اوجنايت پرته بل رول نشته، پایله يې د دغو ځوانانو لپاره يا ناوړه مړينه ده او يا هم په امريکا او اروپاکې د پناهنده ګي ذليله ژوند دی.

زه چې نن دپتيال له دا ډول مرګ نه خبريږم، نو د افسوس لپاره راسره نور الفاظ نشته…بس دومره به ووايم چې کاشکې پتيال پتمن پاتې واي!

او يا کاشکې هغه پاک زړی پتيال دوولس کاله پخوا مړ وای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x