quran-reading

په قرآن کې ارواپوهنه ـ لسمه برخه

ژباړن: دادمحمد ناوک

4. پلرنۍ مينه:

په لومړۍ برخه کې مو د (مورنۍ انګېزې) تر سرليک لاندې يوه فزيولوژيکي انګېزه ولوسته، مګر معلومه خبره ده چې پلار له اولادونو سره لکه د مور غوندې فزيولوژيکې اړيکې نه لري. ځکه خو معاصر اروا پوهان پلرنۍ انګېزه يوه فزيولوژيکې انګېزه نه بولي، بلکې يوه اروايي انګېزه يې ګڼي. همدغه انګېزه له اولادونو سره مينه قوي کوي، ځکه چې همدغه اولادونه د يو پلار د خوښۍ او قدرت سبب کېږي. همدارنګه له مړينې وروسته يې دغه اولادونه لوى يادګار هم دي. د قرآن کريم په ځينو آياتونوکې د اولادو مينه له مال سره يو ځاى ياده شوېده:

ژباړه:مال او اولادونه ، د نړۍ د ژوند ښايست او سينګار دى.( کهف، ٤٦آية)

 قرآن کريم د حضرت د نوح عليه السلام  په کيسه کې د هغه د پلرنۍ مينې يادونه کوي:

ژباړه:…او نوح عليه السلام خپل زوى ته _چې په ګوښه کې وو_ غږ وکړ، اى زويه ته هم له موږ سره سپور شه، له کفاروه سره مه اوسه.(هود، ٤٢آية)

 همدارنګه په قرآن کريم کې  د حضرت يعقوب عليه السلام د بې جوړې مينې يادونه هم شوې ده، چې د حضرت يوسف عليه السلام په بېلتون کې يې آن سترګې ړندې شوې:

ژباړه: او (يعقوب) له (خپلو زامنو) مخ واړاوه ويې ويل افسوس (زما پرغم او د يوسف پر بيلتون) او سترګې يې سپينې شوې (له ډېره غمه) نو ډېر له غوسې ډک وو (چې پټ يې زغامه).(يوسف، ٨٤ آية)

 پلرنۍ مينه د اولاد په روزنه ، هغو ته په پند کولو، د هغوى په پاللواو د هغوى په خيرونوکې ښکاره کېږي. قرآن کريم د لقمان حکيم پندونه، زوى ته د يو هوښيار پلار د پندونو د يوې نمونې په توګه يادکړي دي.

5. له الله جل جلا له سر مينه:

 په انسان کې د لوړې او مقدسې مينې نمونه له الله جل جلا له سره مينه ده، چې يو څوک د الهي قرب تر ټولو ډېر غوښتونکى وي هغه دغه مينه يواځې په لمانځه، دوعا، ذکر…کې نه، بلکې د ژوند په هر اړخ او هرکار کې  ګوري.ځکه چې په دغه مينه کې انسان هرکار داسې کوي لکه الله جل جلا له چې ويني او بيا يې له الله جل جلا له د قبولولو کلکه تمه هم لري:

ژباړه:ورته ووايه!(اى پيغمبره!) که له الله جل جلا له سره مينه لرئ، زما پيروي وکړئ، چې پر الله جل جلا له ګران شئ او ګناهونه مو در وبښي او الله جل جلا له بښونکى او رحيم ذات دى.(آل عمران، ٣١آية)

 د انسان په ژوند کې له الله جل جلاله سره مينه، د ځان، اولاد او ټولې کورنۍ او نړۍ تر مينې پورته مينه ده.کله چې انسان له الله جل جلاله سره د زړه له تله مينه ولري، نورې ټولې مينې ورته تسلمېږي او د الله جل جلاله همدغه مينه يې د ژوند لار ورښيي. او د انسان همدغه مينه به له ټولو مخلوقاتو سره د مينې وسيله شي. ځکه چې ټول مخلوقات د الله جل جلا له پر وجود دليل دى او دانسان له الله جل جلا له سره مينه ده؛ نو خامخا به همدغه مخلوقات هم پرې ګران وي.

6. د اسلام د ستر لارښوود حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم سره مينه:

 د الله جل جلا له له سپېڅلې او لوړې مينې سره يوځاى د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم مينه پرلپسې را وړاندې کېږي، د هغه پيغمبر مينه چې نړۍ ته د لارښوونکي پر حيث راغى او الله جل جلاله رحمت اللعلمين ګڼلى.

 د يو مسلمان له پاره حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د ژوند په هر ډګر کې يوه بشپړه نمونه ده.
قرآن وايي:
ژباړه: او بې شکه ته د ډېرو لوړو ښو اخلاقو څښتن يې.(قلم، ٤اية)

د: خوښي:

 هر وخت چې انسان خپلو غوښتنو او هيلو ته لکه: پوهه، تقوى،زور، شتمني او داسې نورو ته ورسېږي، په وجود کې يې يو ډول حالت پيداکېږي، چې خوښي يې بولي. نو پر همدې اساس خوښي يو نسبي امر دى چې د انسان پر مؤخو ولاړ دى. مثلاً: که د چا ډېر مال، زور او واک مؤخه وي، نو دې موخې ته پر رسېدو خوشالېږي او د چا چې د بشپړ ايمان او د اخرت د کاميابۍ تمه وي نو پر يوه ښه کار يې دغه تمه نوره هم قوي کېږي او د ارامي او کراري وسيله يې کېږي، چې پر همدې ارامي د خوښي احساس کوي.

 په قرآن کې د دې دواړو خوښيو په اړه ويل شوي دي، مثلاً د کفارو د دنيوي خوښيو په اړه الله جل جلاله فرمايي:

ژباړه:…او دوى د دنيا پرژوند خوشاله دي، په داسې حال کې چې د دنيا ژوند د اخرت د ژوند په وړاندې نو څه شى دى، مګر متاع.(رعد،٢٦آية)

 په نړۍ کې د خوشالي سبب پر دنيو شيانو کې نه دى نغښتى، ځکه دغسې خلک يو ارام ژوند نه شي کولاى، تل به د خپلو دې فاني شيانو د ورکې يا کمښت وېره ورسره وي او دغسې وېره هغو خلکو ته پيداکېږي، چې د دې شيانو د ورکوونکي ستر الله جل جلا له شکر يې نه وي ادا کړى:

ژباړه:او(قسم دى)که موږ انسان (کافر ياناشکره) له نعمتونو او رحمتونو برخمن کړ، (چې شکر وباسي) بابيرته هماغه نعمتونه ترې واخلو،بې شکه دى ناهيلى او ناشکره وي. او(قسم دى)که چېرته چاته د ده نعمت ورسوو، غافل او مغرور شي چې نور مې د تکليف ورځې نه شته، خوشال او مفخر ګرځي.(هود، ٩_١٠آياتونه)

 مګر د چا د خوښۍ جرړه چې په ايمان، پرهيزګاري او ښه عمل کې نغښتې وي، نو دغسې يو څوک ريښتيا هم د خوښۍ حقيقت ته رسېدلاى شي:

ژباړه: هرڅوک _ که نر وي که ښځه_ په داسې حال کې ښه کارونه وکړي، چې پر الله جل جلاله ايمان لري، موږ به يې په ابدي ژوند کې نيکمرغه کړو، او د هغه د ښه عمل په بدل کې به ډېر لوى ثواب ورکړو.(نحل، ٩٧ آية)

 کرکه د مينې په وړاندې يو انفعالي حالت دى او له هغه احساس څخه عبارت دى چې د خوښۍ د احساس د سبب اړوند هيڅ تمايل نه لري،د خو ښۍ د احساس که هر سبب وي (شى، شخص، حالت…). که څه هم مينه د ښځې او مېړه ترمنځ د هغوى د ګډ خوشاله ژوند ښه وسيله ده، مګر بياهم کله_ کله د ناسمې پوهې په خاطر د دوى ترمنځ کرکه پيداکېږي،چې ټول کورني جوړښت ته ټکان ورکولى شي.

 دغې نقطې ته په قرآن کريم اشاره شوې ده او امر پکې شوى دى چې په داسې وخت کې پرکرکې غلبه پيداکړو او پر مينه يې بدله کړو:

ژباړه: … او په اژوند کې له هغوى (ښځو) سره ښه چلند وکړئ اوکه مو د خوښې وړنه وي، نوښايي تاسې ځينې شيان نه خوښوئ او په هغوى کې الله جل جلا له ډېر خير اچولى وي.(نساء،١٩ آية)

 د مؤمن په اروا کې د ايمان دغه تاثير وي، چې د بل مؤمن په وړاندې دکرکې اجازه نه ورکوي او قرآن هم يومؤمن د بل مؤمن ورور ګڼلى او د ورور اړوند بايد هيڅوک هم له کرکې کار وانه خلي.

پاتې شته…

تېره برخه دلته لوستی شئ:
http://www.nunn.asia/27470/%d9%be%d9%87-%d9%82%d8%b1%d8%a2%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%a7%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%be%d9%88%d9%87%d9%86%d9%87-%d9%80-%d9%86%d9%87%d9%85%d9%87-%d8%a8%d8%b1%d8%ae%d9%87/

 

avatar
0 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د