افغانستان

طالبانو د څلورو مزدوران غوږونه پرې کول غندلي

mujahideen

نن ټکی آسیا: طالبانو په خپله یوه خپره شوې اعلامیه کې د څلورو مزدورانو غوږونه پرې کول وغندله او دا کار یې د شریعت او خپلو لایحو سره مخالف وښود، او ژمنه یې کړې چې ددغه ناروا عمل کوونکی به ونیسي او مجازات به یی کړي.

اعلامیه چې د قاری یوسف احمدي په نامه نشر شوي زیاته کړې چې: (( دژیړۍ په ولسوالۍ کې دیادې پیښې غوندې ورته جنایات ،غلاوې او نور جرمونه له هغه وروسته زیات شوي دي ، چې ددښمن له خوا په ژیړۍ کې له عملیاتو وروسته  دمحلي پولیسو په نامه بې بندوباره او جاني اشخاص سیمې ته  راوستل شوي  او پوستې یې جوړې کړي دي ، دغه خلک ډیر ځله دشخصي ګټو او جیب ډکولو لپاره غلاوې کوي او یا هم څنګه چې یونیفورم نه لري ، په ساده لباس  کې په پلان شوي توګه  بیلابیل جنایات ترسره کوي ، ترڅو په دې توګه  داسلامي امارت دمجاهدینو رنګ بد کړي  .))

په اخیر کې د طالبانو په ولس غږ کړی چې باید ددوی سره دداسی پيښو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي.

لاندي د اعلامیه بشپړ متن دی:


په کندهار کې دغوږونو پریکولو دپیښې په اړه داسلامي امارت دویاند څرګندونې

دتېرې پنجشنبې په  ورځ یو شمیر رسنیو راپور  ورکړ چې دکندهار ولایت دژیړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له څلوروتنو افغانانوڅخه ، نامعلومو کسانو غوږونه پرې کړې دي ، دغه کسان چې اصلا دافغانستان دشمال اوسیدونکي دي او دلته په یوه کمپ کې اوسي ، لومړی دڅو تنو مخ پټو کسانو له خوا تښتول شوي او اووروسته ترې غوږونه غوڅ شوي دي .

دافغانستان اسلامي امارت دغه کړنه په کلکو ټکو غندي او دانسانیت په وړاندې یې یوه ناروا چاره بولي ، دغه راز سره له دې چې دکندهار امریکا پلوي والي ددغه جنایت عاملین دمخدره توکو قاچاق کوونکي بللي دي ، خو دیو شمیر چارواکو او مطبوعاتي ادارو دهغو انګیرنو په اړه چې دغه کار یې داسلامي امارت په مجاهدینو تاوان کړی دی ، اسلامي امارت  یوځل بیاخپل دریځ په ډاګه کوي ، دغه ډول انګیرنې او څرګندونې  په کلکه ردوي ، او ددښمن زهرجن تبلیغات یې بولي .

څنګه چې داسلامي احکامو له نظره دانسان مُثله  ناروا عمل دی ، بناء اسلامي امارت هم مجاهدین په کلکه له دې ناروا عمل څخه منعه کړي دي او دخپلې لائحې په دوولسم فصل کې داو یایمې مادې له لارې یې داسې مامور کړیدي (    د شریعت په رڼا کې دانسان مُثله (غوږونه، پوزه، شونډي پري کول)  سخت منع ده، مجاهدین دې د دا ډول اعمالو  په کلکه  مخنیوى وکړي. )

دافغانستان اسلامي امارت په عین زمان کې وعده ورکوي چې په ژیړۍ ولسوالۍ کې به دیادې پیښې دقیقه پلټنه وکړي او دعاملینو دنیولو او مجازات په برخه کې به له هیڅ راز هڅو څخه دریغ ونه کړي .

باید ووایو چې دژیړۍ په ولسوالۍ کې دیادې پیښې غوندې ورته جنایات ،غلاوې او نور جرمونه له هغه وروسته زیات شوي دي ، چې ددښمن له خوا په ژیړۍ کې له عملیاتو وروسته  دمحلي پولیسو په نامه بې بندوباره او جاني اشخاص سیمې ته  راوستل شوي  او پوستې یې جوړې کړي دي ، دغه خلک ډیر ځله دشخصي ګټو او جیب ډکولو لپاره غلاوې کوي او یا هم څنګه چې یونیفورم نه لري ، په ساده لباس  کې په پلان شوي توګه  بیلابیل جنایات ترسره کوي ، ترڅو په دې توګه  داسلامي امارت دمجاهدینو رنګ بد کړي  .

دې ته په پام سره اسلامي امارت یوځل بیا په ولس غږ کوي چې ددا ډول پیښو دتکرار دمخنیوي او دعاملینو دورکاوي په لاره کې  یې له مجاهدینو سره همکاري وکړي .

دافغانستان داسلامي امارت ویاند

قاري محمد یوسف احمدي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x