افغانستان

زابل کې د ناټو شل اکمالاتي ټېلر سوځول شوي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، لړم ۱۲مه ۱۳۹۳ل): زابل ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د ولايت مرکز کلات ته څېرمه ترنک سيمې سره د کابل کندهار پر لويه لار طالبانو د ناټو پر اکمالاتي کاروان بريد کړی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی ملګرو تېر ماښام ناوخته د کابل کندهار پر لويه لار د مغليزو او سيد جان کلي تر منځ سيمو کې د بهرنيو عسکرو پر کاروان بريد کړی، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه اته اکمالاتي ټېلر سوځول شوي او يوولس نور يې تخريب شوي دي.

خبر کاږي، چې ياد بريد کې يو شمېر امنيتي عسکر وژل شوي او دوه شوبلې يې هم له منځه تللي.

د زابل ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x