افغانستان

برتانوي قومندان: موږ خپل عسکر افغانستان ته د وژلو لپاره نه وو لېږلي

 

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د برتانوي پوځیانو پخوانی متقاعد قومندان وايي چې دوی خپل پوځیان افغانستان ته د دې لپاره نه وو لېږلي چې هلته په جګړه کې ووژل شي.

د وروستیو راپورونو له مخې د هېواد په سطحه هلمند هغه ولایت و، چې ډېر شمېر بهرنیان پکې وژل شوي وو. په همدې ولایت کې برتانوي پوځیانو د ناټو تر چتر لاندې پوځي ماموریت درلود.
په افغانستان کې د برتاني پوځيانو پخواني قومندان ریچارد کیمپ د ټلیګراف په وروستۍ ګڼه کې د برتانوي پوځ د پخواني متقاعد قومندان لورد دانات په خبرو نیوکه کړې او ويلي يې دي چې دا هیڅ معقولیت نه لري.

کیمپ وايي چې دوی خپل ځواکونه یواځې د وژلو لپاره رښتیا هم نه ولېږلي، خو په خبره يې د دوی د وینو په قربانۍ دیارلس کلنه مبارزه پر مخ وړل کېدله.

نوموړي ویلي دي چې افغانستان ته د دوی د عسکرو د لېږلو هدف پر دې سربېره چې د ناټو تر چتر لاندې خپل ماموریت ترسره کړي، بلکې دا هم و، چې په افغانستان کې يې د دوی په خبر افراطي وسله وال نیولي او وژلي دي. او هم يې ورسره جوخت افغان عسکر د طالبانو په مقابل کې روزلي دي.

په افغانستان کې د برتانوي پوځ تر ټولو لوی پڼډغالی په هلمند ولایت کې و، چې تېره اوونۍ يې افغان عسکرو ته پرېښود.

ویل کېږي د بهرنیانو په جګړو کې د مقابل لوري په وژلو سربېره ګڼ عام وګړي هم له منځه تللي دي، چې دبښنې نړیوال سازمان بهرني عسکر د زرګونو ولسي وګړو په وژلو تورن او ملامت کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x