افغانستان

«عبدالقدیم پتیال، د کندهار چارواکو وژلی»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار د سرپرست والي مرستیال عبدالقدیم پتیال تېر ماښام شاوخوا اوه بجې د کندهار پوهنتون په انګړ کې د نامعلوم وسله وال له خوا ووژل شو.

نن د ګډ حکومت ولسمشر ښاغلي اشرف غني ددې پيښي په کلکه غندنه وکړه، او د جدي څېړنو امر یې کړی.

بل خوا د کندهار د چارو څیړونکي او خبریالان ددې پيښي تر شا د ځايي چارواکو لاس بولي او وايي د پتیال په قتل کې د کندهار چارواکي مستقیماً ښکېل دي.

دا په داسي حال کې چې تر اوسه هم د هغه ډزي کونکي کس په اړه څه نه دي ویل شوي چې هغه نیول شوی دی، او که په تیښته بریالی شوی دی.

کندهار مېشتی خبریال او د انار میډیا ګروپ منیجر عبد العلي افغان وايي چې د قدیم پتیال قاتلان د کندهار دولتي اداره ده.

نوموړی لیکي: «زموږ د دوښمن ادرس تر هيواد بهر نه دي، زموږ دښمن نا اهله چارواکي دي،خپله د کندهار دولتي اداره د پتيال قاتلان دي.»

د احمد جواد دراني په نامه بل تن وايي، چې تر څو په کندهار او مرکز کې د دوی په قول فاشستان بې واکه نشي د داسې وژنو لړۍ به روانه وي.

نوموړی لیکي: « څو چی فاشیستان او د فاشیستانو ملګري په کندهارکې او د فاشیستانو ملګری په کابل کې بی قدرته نسي دا لړۍ به روانه وي…»

د سي ان ان د تروریزم په څانګه کې څیړونکی او د بېنوا برېښناپاڼې مسوول خالد هادي بیا وايي چې د کندهار د سرپرست والي د مرستیال په وژنه کې د مافیايي بانډ لاس دی.

نوموړی وایي: «دپتیال د مرګ خبره شخصي ده او خطرناکه ده ځکه يې دوی نه یادوي. دولتي اداره غواړي په دې کي دوسلوالو پرضد دیوې الې کار واخلي خو په حقیقت کي دا دکندهار د مافیائې باڼد وژني دي چي دخپلو ګټو په وړاندي دخنډونو په لیري کولو سره ترسره کوي.»

خالد هادي وړاندې لیکي چې د عبدالقدیم پتیال وژنه طالبانو په داسې حال کې رد کړې ده، چې پخپله د پتیال، والي او د والي د ویاند ترمنځ زورور درزونه پیدا شوي و:«دپتیال مړینه د دولت د وسلوالو لخوا رد سوی ده. د پتیال او والي ویسا ترمنځ ناندري په دې ورستیو کي خوار کش اخیستی وو او پتیال تر ډيره دندي او ولایت مقام ته هم نه راتله . د پتیال ، مینه پال او نورو ترمنځ هم درزونه پیدا سوي وه اوهر یوه دبل پر ضد توطيې جوړولې.»

یاده دې وي عبدالقدیم پتیال د کندهار په ځوان فرهنګي کهول کې په ښه شاعر مشهور و، چې له تېرو دریو کالو راهیسې يې د ولایت د مرستیالي او تر هغه وړاندې يې د اطلاعاتو او کلتور ریاست مشرۍ په غاړه درلوده.

بل خواته که څه هم د کندهار چارواکي د تیر په څیر غواړي چې طالبان د لوړي سویې په دې قتل کې تورن کړي، خو ولس مشر اشرف غني ددغه پيښي د جدي او کلکي څیړني امر کولو سره دا شکوک نور هم قوي کړه چې کیدای شي د کابل حکومتي چارواکي هم په دې قانع وي چې دا یو سیاسي قتل دی.

باید وویل شي چې د انتخاباتي ناندریو په دوران کې د ګډ حکومت د ولس مشر اشرف غني د ټیم کلک ملاتړی حشمت کرزي هم په کندهار کې وژل شوی وو، خو تر اوسه یې د قاتلانو درک نه دی لګېدلی، او نه هم د هغه د وژني په اړه بیا څیړني پیل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x