افغانستان

افغان ولسمشر حامد كرزي نن د کونړ ولایت ته تللی دی

karzai_on_visitنن ټکی اسیا: ولسمشر حامد کرزی نن د یو دولتي پلاوي سره یو ځای د کونړ ولایت ته تللی دی.

ګمان کیږی چې ښاغلی کرزی به د کونړ ولایت په غازی اباد او ماڼوګي ولسوالیو کې د ناټو او امریکايي عسکرو په ګډو عملیاتو کې د وژل شویو ملکي وګړو د کورنیو سره وګوري.

د یادوني وړ ده چې بهرني ځواکونو د غازي اباد په ولسوالی کې څه موده مخکې تر 65 زیات ملکي کسان وژلي وه، او په ماڼوګي ولسوالی کې 9 ماشومان چې د لرګیو په راټولو بوخت وه، بمبار کړي وه.

چې بیا وروسته بهرني ځواکونو په دغو وژنو د افغان اولس او حامد کرزي څخه په رسمي توګه بخښنه غوښتې وه، مګر کرزي ددوی دغه بخښنه رد کړې وه، او ویلي وه چې یوازي بخښنه غوښتل دا مسله نه شي حل کولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x