ټکنالوژي

ډېل (Dell) نوی ټیبلیټ کم عایدلرونکو ته غوره انتخاب

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): ټېبلیېټ په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د اپل کمپنۍ له خوا معرفي او بازار ته وړاندې شو. نو د ټېبلېټ د کموالي او اپل کمپنۍ پالیسي پر بنسټ بیه يي یو عام عاید لرونکی کس لپاره ډیره لوړه وه او اوس هم ده.

اوس ډیر زیات او مختلفې کمپنۍ ټېبلېټ جوړوي خو کوم چې ارزانه وي کیفیت يي خراب او کوم چې کیفیت يي ښه وي بیه يي ډیره زیاته لوړه وي چې یو عام کس يي نه شي پېرودلی.

د پورتنیو ټکو په پام کې نیولو سره ډېل (Dell) کمپنۍ دغه خلا ډکه کړه او داسې ټېبلېټ يې بازار ته وړاندې کړی چې هم لوړ کیفیت لري او هم بیه يي ډیره زیاته نه ده.

دغه نوی ټېبلېټ وینو ۸ پرو ۳۰۰۰ (Dell Venue 8 Pro 3000) دی چې د مایکروسافټ وینډوز ۸.۱ په وسیله کارول کیږي.

ډېل کمپنۍ دغه نوی ټېبلېټ به ۲۰۰ ډالر قیمت ولري که څه هم دغه بیه نسبت ډېل کمپنۍ نورو تولیداتو ته زیاته ده خو دغه نوی ټېبلېټ د دغې کمپنۍ له پخوانیو تولیداتو سره ډیر توپیر لري.

دغه ټېبلېټ ۸ انچه ډسپلې لرولو سره ۱۲۸۰ X۸۰۰ ریزولوشن او ۳۲ جي بي فایل ثبتولو وړتیا لري.

دغه ټېبلېټ کې اینټل ایټم (Intel Atom) پروسیسر ځای پر ځای شوي او ۱ جي بي رېم (RAM) لري. دغه ټېبلېټ ۵ میگا پکسله کامره هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x