افغانستان

اشرف غني د پاکستان په پنجاب کې چاودنه وغندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولس مشر اشرف غني د پاکستان د پنجاب ایالت په واګه سیمه کې پرونۍ چاودنه وغندله.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې اشرف غني د قربانیانو له کورنیو سره غم کې ځان شریک بولي او ورته د صبر غوښتونکی دی.

یادې خبرپاڼې د اشرف غني له خولې لیکلي: «زه دا ډول خونړۍ چاودنې چې هیڅ توجیه ورته نه کېږي، په خورا سختو ټکو غندم.»

پرون د پاکستان ـ هند پر ګډه پوله د یو سرتيري برید په پایله کې تر پنځوسو ډېر کسان ووژل شول او تر شپېتو ډېر نور ټپیان شول.

د پنجاب ایالت د پولیس مشر مشتاق سکیرا ویلي چې په چاودنه کې ۵ کیلوګرام چاودیدونکي توکي استعمال شوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په سیمه کې شته امنیتي ګواښونه باید په ګډه له منځه یووړل شي.

ویل کېږي په سیمه کې د امنیت د خوندیتوب لپاره به د ګډ حکومت مشر په راتلونکو دوو اونیو کې پاکستان رسمي سفر وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پاکستان ته سفرونه کړي دي. خو نوموړي په خپل ورستیو څرګندونو کې وویل چې پاکستان ته دده ټول سفرونه بې پایلي تمام شوی، او هیڅ ګټه یې نه ده لرلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x