په جوزجان کې د سپرلیو ډک دوه موټر تښتول سوي
نن ټکی اسیا: پرون څو نامعلومو وسلوالو چې شمېر یې 20 تنو ته رسیدی، د جوزجان په ولایت کې د اندخوی ولسوالی (فاریاب) او شبرغان (جوزجان) پر عمومی لاری باندي د سپرلیو ډک دوه موټر چې 12 کسه په کښي سپاره وه، له ځانه سره وتښتول.
د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر سمونوال محمد ابراهیم رسینو ته ویلي چې د دوی عسکر د پيښي وروسته سیمی ته ورغلل، مګر تر اوسه یې د پيښي په اړه هیڅ مالومات نه دی تر لاسه کړي.
د پيښي په اړه تر اوسه چا څه نه دي ویلي او نه د تښتوونکو اصلي هدف مالوم سوی دي.