افغانستان

وال سټریټ ژورنال: «اشرف غني شپنیو عملیاتو ته اجازه ورکوي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم 12مه، ۱۳۹۳ل): وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه راپور ورکوي چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزی به ډېر ژر ملي او بهرنیو ځواکونو ته یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړي.

دغه لوېدیځه ورځپاڼه وړاندې لیکي چې ولسمشر به سربېره پر شپنیو عملیاتو، دا اجازه هم ورکړي چې په ملکي سیمو کې افغان او بهرني ځواکونه وکولای شي چې له دې وروسته د طالبانو پر ضد درنې وسلې وکاروي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر بهرنیو ځواکونو او افغان ملي ځواکونو محدودیتونه لګولي وو تر څو له ملکی تلفاتو مخنیوی وشي. د حامد کرزي او امریکایانو ترمنځ تل د شخړو او لفظي لانجو د محور ټکی د بهرنیانو له خوا شپني عملیات او په ملکي سیمو کې د درنو وسلو کارول وو.

امریکايي جنرال وايي حامد کرزي زمونږ لاسونه تړلي وو، د شپنیو عملیاتو په اړه د اشرف غني د موقف ستاینه کوو، او ښه راغلاست ورته وایو.
امریکايي جنرال وايي حامد کرزي زمونږ لاسونه تړلي وو، د شپنیو عملیاتو په اړه د اشرف غني د موقف ستاینه کوو، او ښه راغلاست ورته وایو.

حامد کرزی ان د ناټو او امریکایانو له خوا په ملکی سیمو کې د جګړې له منطق سره موافق نه و. کرزي به ویل چې «ترهګرۍ ضد جګړه د افغانانو په کلیو او بانډو کې نه شي کامیابېدای». حامد کرزي به ویل: «باید د ترهګرۍ اصلي جرړو ته پاملرنه وشي».

په افغانستان کې امریکايي قومندان، جنرال کامپ بېل وايي: «له ۲۰۰۹م کال راهیسې د حامد کرزي د ځینو سیاستونو له امله د امنیتي ځواکونه لاسونه تړل شوي وو».

دغه امریکایی جنرال د ولسمشر اشرف غني نوی دریځ چې پر بنسټ به یې نور د افغانانو په کلیو او بانډو کې د شپنیو عملیاتو او درنو وسلو د کارولو اجازه ورکړل شي، ستاینه یې کوي او ښه راغلاست ورته وايي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکی هم د دې خبرې پخلی کوي چې افغان حکومت د حامد کرزي له خوا پر لګول شوو محدودیتونو بیاکتنه کوي او په ډېر احتمال سره به یې لرې کړي.

حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په دوره کې تل له بهرنیانو سره د ملکي تلفاتو پر سر لانجمنې اړیکې لرلې. کرزي به ډېری وخت ویل چې ناټو او امریکایان افغانستان کې «غلطه» جګړه پرمخ بیايي.

د یادولو وړ ده چې اشرف غني په خپلې څه باندې یوې میاشتیتۍ واکمنۍ کې د حامد کرزي په پرتله له امریکایانو سره ښې اړیکي لري. اشرف غني د ولسمشرۍ په دویمه کاري ورځ له امریکا او ناټو سره هغه لانجمن امنیتي تړون لاسلیک کړ، چې حامد کرزی یې لاسلیک ته چمتو نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x