ماډرن ارتداد

لیکوال: لطف الله خیرخوا

د عثماني خلافت له نړېدو(۱۹۲۴) سره سم د هغه حاکميت لړۍ پای ته ورسېده، چې د اسلام په نوم قايم و. دا حاکميت له ډول ډول ترخو پړاوونو تېر شو، خو پينځه غټې ځانګړتياوې يې هيڅ وخت ونه بايللې؛ تر هغه چې ټول له ځانګړتياو سره وشړېد.

۱ – سيادت د الله جل جلاله او د اسلامي شريعت و. ۲ – ټول مسلمانان يو امت و، هر مسلمان حقوق او واجبات درلودل. ۳ – تابعيتونه يوازې دوه وو : مسلمان او کافر. ۴ – سرحدونه هم د همدې تابعيتونو پر اساس جوړ وو. ۵ – جهاد د بهرنۍ پاليسۍ اساسي بعد و.

پورتنيو ځانګړتياو اسلامي امت ته يو وجود او حيثيت ورکړی و. تر هغه چې امت دا وجود او حيثيت درلود، نو خبره يې هم خپله وه او کار يې هم خپل و. په غټه کې داسې ستونزه نه وه، چې بېخکنۍ ته اړتيا ولري، يوازې د اجتماعي اصلاحاتو اړتيا وه، چې علماو ورسره په خپله خپله طريقه تعامل کاوه.

کله چې هغه وجود او حيثيت د عثمانيانو په زوال له منځه ولاړ، ستونزې بنسټيزې شوې. هر ځای داسې مبارزې ته اړتيا وه، چې ريښه ييز بدلون وزېږوي. د همدې بدلون په لټه نيمه نيمه کوښښونه روان شول، خو يوه هم لا ځای ونه نيو. مبارزې دوام لري او اخر به خپل رنګ ته اوړي، ځکه چې بې له هغه رنګه کار ناتمام دی.

د عثمانيانو له زوال سره هممهال وهابي اصلاحي تحريک پيل شو. دا تحريک که څه هم شامل تحريک و، خو د محمدبن عبدالوهاب په څېر بل داعي يې ونه موند او دا تحريک په داسې اړخ روان شو، چې له عثماني خلافته راونيسه، ان تر دا اوسه هغه د خلافت د نظريې هم خلاف شو، خلافت لا پر ځای پرېږده. د دې تحريک د بې حکمته داعيانو برکت و، چې وهابي تحريک يې د خلافت په نړولو تورن کړ او دا شرم به يې تر قيامته ملګری وي.

دې تحريک د خلافت پر ضد نارې پورته کړې، چې ګوندې مشران يې متصوف دي، الله جل جلاله سره نازولي او متصرفين مني(العياذبالله) خو د توحيد هغه مهم اړخ يې هېر کړی و، چې د خلافت په نړېدو به ضايع کيږي او ټول امت به په نا ببره بڼه د شرک خولې ته ټېل وهل کيږي. وهابي تحريک چې کوم کار ته تاسيس شوی و، ورته پرېنښوول شو او همغه لومړي سر کې آل سعود وتراشه او دا دی، همغسې نيمه روان دی.

دا چې خلافت ونړېد، څه عقيدوي ستونزه پېښه شوه او نتيجتا څومره ايمانونه ولړزېدل، لاندينۍ کرښې يې تر وسې ځواب وايي :

حاکميت

حاکميت به د الله جل جلاله وي؛ دا د” توحيدالألوهية” مهم اړخ دی او د اسلامي سياسي نظريې بنسټ. د عقيدې استادانو او شاګرادنو ته لکه لمر روښانه ده، چې څوک الله جل جلاله حاکم نه ګڼي، هغه د توحيد يو مهم اصل نه مني، په همدې ډول له ايمانه خلاصيږي. الله جل جلاله فرمايي :{إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ} دلته ګورو چې د الله تعالی بشپړه بندګي د حاکميت اثبات پورې تړل شوې. ګويا که څوک الله تعالی حاکمِ اعلی نه ګڼي يا له الله تعالی پرته بل چا ته حاکميت ثابتوي، الله تعالی سره شريک مني؛ ځکه د الله جل جلاله صفت بل چا ته ثابتول شرک دی.

درځئ وګورو، چې اوس دخلافت پر ځای کوم نظام چليږي؟ درځئ ټول نظامونه ولټوو، چې حاکمِ اعلی څوک ګڼي؟ د دوی په نظامونو کې بېلګه نظام “ولسواکي” ده، موږ وينو چې ولسپال(ديموکراتان) د ولس رايه مقدسه ګڼي. بلکې په دقيقو الفاظو ولس حاکم ګڼي او په همدې رايو دوی هر ځای د الله جل جلاله احکام تر پښو لاندې کړي. له بده مرغه دا کار هغه خلک کوي، چې د اسلام کلک مدعيان هم دي، خو پام يې نه دی، چې دوی په داسې يو عقيدوي تناقض کې لوېدلي، چې يوازې په “توبه” به ترې راوځي. دوی په الله جل جلاله د ايمان دعوه لري، خو چې دا دعوه لري هم، د نيم ايمان دعوه کوي او له پاتې نيمه خبر هم نه دي. د همدې ډول خلکو په اړه سيدقطب رحمه الله فرمايي : زه هغو خلکو ته حيران يم، چې الله جل جلاله خالق او رازق مني او حاکم نه. د مفکر حيرانتيا پر ځای ده، ځکه چې دوی د ايمان دعوه لري، خو دې سره په تضاد کې دي چې الله جل جلاله ځان {أَحْكَمُ الْحَاكِمِينَ} اعلانوي، هېره يې ده چې يو نوم يې په نومونو کې “حَکَم” دی او دا خو په واقعي دلايلو ثابته ده، چې له خلافتي نظامه پرته نور نظامونه الله جل جلاله په دې صفت نه مني؛ ښه نو داسې انسان چې د خلافتي نظام پر ضد د وضعي نظامونو يوازې دا نه چې ملاتړ کوي، بلکې عقيده پرې لري، تبليغات ورته کوي، کار ورته کوي، جګړه ورته کوي، مسلمان پاتې کېدای شي؟

الله جل جلاله فرمايي:{وَاللَّهُ يَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهِ وَهُوَ سَرِيعُ الْحِسَابِ}

الله حاکم دی، د هغه د فيصلو وروسته کوونکی او نکته چين نه شته او هغه تېز حساب کوي. درځئ دې ايت ته مخ واړوو، چې څوک “واک” د ولس ګڼي، دا ايت مني؟ چې څوک د الله جل جلاله په رالېږلو احکامو ملنډې وهي او توهينوي يې، دا ايت مني؟ څوک چې د الله جل جلاله احکامو کې نکته چيني کوي، دې ايت ته څنګه ګوري؟ څوک چې د قرآن وسنت پر ځای له ځانه جوړ کړي قوانين مني او دتطبيق سوګند يې کوي، په کومه خوله د اسلام دعوه کوي؟

حيرانتيا په دې ډېره شي، چې په کمالِ وقاحت او بدسترګۍ، چې د لوړې پر مهال د اسلام اطاعت پسې د اساسي قانون او نورو قوانينو په رعايت او تطبيق قسَم هم وکړي. دوی ته دا دين چا ښوولی؟ د اسلام اطاعت کوي او ساير قوانين(!) هم رعايت کوي او تطبيقوي؟ او هغه هم ساده تطبيق نه، مواظبت پرې کوي!!؟

تاسې وګورئ چې د دې نظامونو پاسدار ته څه ډول لوړه ورکوي. په ډېره ماهرانه بڼه يې عبارت جوړ کړی، چې ساده لوحي پرې تېرباسي : “قسم کوم چې د اسلام اطاعت به کوم، حمايت به يې کوم، ساير قوانين به رعايتوم او په تطبيق به يې مواظبت کوم”!!؟

دوی د اسلام اطاعت دې ته وايي، چې د کانديداتورۍ پر مهال قرآن کريم انتخاباتي نښان کړي، رواجي پګړۍ پر سر کړي، اوږدې تسبېح هر ځای وګرځوي او نمايشي عمره وکړي!! اما اصل کار دا ګڼي چې ساير(کفري) قوانين به رعايتوي او په تطبيق به يې مواظبت کوي!!

دوی چې ساير قوانين رعايتوي او په تطبيق يې مواظبت کوي، د الله جل جلاله قانون څنګه کوي؟ له مواظبته يې معلوميږي چې؛ که بل څوک د سايرو قوانينو پر ضد غږ پورته کړي، دوی به ورسره مقابله کوي او د کفر د حاکميت د دوام لپاره به جنګيږي.

اطاعت او تشرېع

زموږ عقيده ده، چې طاعت به د الله جل جلاله، د رسول عليه الصلاة والسلام او هغو اميرانو کوو، چې مسلمانان وي او د الله و رسول مطيع وي. همدا ډول مو دا عقيده ده، چې حلالوونکی او حراموونکی الله جل جلاله دی. اوس که څوک د الله جل جلاله د اوامرو پر ضد د طواغيتو فرامين مني، مسلمان پاتې کېدای شي؟

د خلافت له نړېدو سره دا وبا هم خپره شوه، چې طاغوتي تشکيلاتو مسلمانان د ځان تابع کړل. په يوه نامه او بله نامه يې له نېغې لارې واړول او د شرک په يوه مردار ډنډ کې يې وغورځول. داسې قوانين او لوائح يې ورته جوړ کړل او پرې ويې منل، چې صراحتا د قرآن وسنت مخالف ول.

دا چې د الله جل جلاله د امر په خلاف د بل چا امر منل څه نتايج لري، له دې څرګنديږي، چې خبره او امر منل(اطاعت) د عبادت يو ډول ګڼل شوی. الله جل جلاله فرمايي : {وَإِنَّ الشَّيَاطِينَ لَيُوحُونَ إِلَى أَوْلِيَائِهِمْ لِيُجَادِلُوكُمْ وَإِنْ أَطَعْتُمُوهُمْ إِنَّكُمْ لَمُشْرِكُونَ} او شيطانان خپلو ملګرو ته لارې ښايي، چې تاسې سره پرې جګړې وکړي او که چېرې يې تاسې ومنئ، نو يقينا تاسې مشرکان ياست.

اوس دې هغه خلک ځواب ووايي، چې د خلافت له نړېدو وروسته پر اسلامي خاوره ساحوي واکمنو د چا اطاعت کړی؟ دا دی اوس واکمن د چا اطاعت کوي؟ په واکمنۍ کې د چا خبرې منل کيږي؟ په جګړه او سوله کې د چا ستراتيژۍ منل کيږي؟ په حکومتدارۍ او تشکيلاتو کې د چا اوامر اخستل کيږي؟ ان دا اصطلاحات د چا کارول کيږي؟ ثقافت کوم خپل شوی؟ د ژوند ژواک دودونه د چا دي؟ او پای دې خپلو ولسونو سره دا واکمن د چا په خبره نښتي؟

درځئ بل مثال وګورو چې له الله جل جلاله پرته د بل چا اطاعت کول څه حکم لري، الله جل جلاله د دوزخيانو حکايت کوي چې شيطان ته وايي، موږ ستا خبره منلې اوس مو له دوزخه وباسه کنه، شيطان ورته څه وايي : {وَقَالَ الشَّيْطَانُ لَمَّا قُضِيَ الْأَمْرُ إِنَّ اللَّهَ وَعَدَكُمْ وَعْدَ الْحَقِّ وَوَعَدْتُكُمْ فَأَخْلَفْتُكُمْ وَمَا كَانَ لِيَ عَلَيْكُمْ مِنْ سُلْطَانٍ إِلَّا أَنْ دَعَوْتُكُمْ فَاسْتَجَبْتُمْ لِي فَلَا تَلُومُونِي وَلُومُوا أَنْفُسَكُمْ مَا أَنَا بِمُصْرِخِكُمْ وَمَا أَنْتُمْ بِمُصْرِخِيَّ إِنِّي كَفَرْتُ بِمَا أَشْرَكْتُمُونِ مِنْ قَبْلُ إِنَّ الظَّالِمِينَ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ} شيطان وايي، د الله وعده حقه وه، ما وعده خلافي وکړه او ما پر تاسې کوم تسلط نه لاره، دا وه، چې ما راوبللئ او تاسې مې خبره ومنله، ما مه ملامته کوئ، ځان ملامته کړئ، نه زه تاسې ژغورلی شم، نه تاسې ما ژغورلی شئ، زه چې تاسې الله سره شريکولم، ترې بيزاري اعلانوم. ظالمانو لپاره سخت عذاب دی.

ايت وګورئ چې څه ته شرک وايي؟ د الله جل جلاله د امر پر خلاف د شيطان خبره منل شوې، ګويا عبادت يې شوی؛ ځکه د الله جل جلاله خبره منل عبادت دی، همدا ډول د الله جل جلاله د امر په خلاف د طاغوت خبره منل هم د هغه عبادت دی.

هغه خلک چې د الله جل جلاله د اوامرو پر ضد “نړيوال” قوانين او سيمه ييز قوانين مني، قسَما يې رعايتوي او مواظبتا يې تطبيقوي، د کومې مسلمانۍ په تمه ناست دي؟ په کوم ايمان يې زړه مطمئن دی؟ هغه خلک چې جهاد ته “ترورزم” وايي، د چا اطاعت کوي؟ هغه خلک چې د الله جل جلاله د لارې مجاهدين باغيان، ياغيان، ورانکاري او غلامان ګڼي، د چا اطاعت کوي؟

د خلافت په نړېدو بله بنسټيزه دا پيدا شوه، چې د الله حلال، حلال او د الله حرام، حرام پاتې نه شول. لومړی نړۍ د خپلو قوانينو په جوړولو کوښښ وکړ،چې اسلام سره په صريح ټکر کې قوانين جوړ او ترويج کړي. همداسې وشول، تبليغات ورته وشول، چې بالاخره مسلمانانو هم دا وقاحت وکړ او داسې مرحلې ته ورسېد، چې کفر، کفر پاتې نه شو، بلکې سر سخت مدعيِ اسلام ته دا د حيرانتيا خبره ښکاري چې څنګه په پارلمان د کفر حکم کيږي. درځئ، ځينې ايتونه ولولو او بيا ځينې واقعي مثالونه واخلو او وګورو چې حقيقت څه دی.

ترمذي شريف يو حديث روايت کړی وايي، يوه ورځ عدي بن حاتم رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه دا ايت واورېد : { اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ} يعنې دې اهلِ کتابو خپل ملايان او پيران له الله جل جلاله پرته خدايان ګڼلي وو، عيسی بن مريم يې هم خدای ګڼلی، او دوی ته امر شوی و، چې يوازې د يو الله عبادت به کوي، نه شته معبودِ حق، مګر الله دی، پاک دی له هغو چې دوی يې ورسره شريکان ګڼي.

وايي عدي بن حاتم ورته وويل، د الله رسوله موږ خو د ملايانو او پيرانو عبادت نه دی کړی. رسول عليه السلام ترې وپوښتل : الله چې څه حرام کړي وو، هغوی حلال ګڼل او چې څه الله حلال کړي وو، هغوی حرام ګڼل، تاسو ورسره نه منل؟ عدي وويل : بلې د الله رسوله. رسول عليه السلام ورته وفرمايل : همدا د ملايانو او پيرانو عبادت کول دي!

بل ځای الله جل جلاله فرمايي، چې زه او زما رسول څه فيصله وکړي، هيڅوک د بلې فيصلې واک نه لري،که څه هم د ځان په اړه وي؛ فرمايي : {وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا} .

همدا ډول د هغو خلکو په اړه فرمايي، چې د الله جل جلاله د قوانينو پر خلاف نور قوانين جوړوي او مني : {أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ} يعنې دوی الله جل جلاله سره شريکان لري، دين ورته جوړوي؟ چې الله جل جلاله يې اجازه نه ده کړې.

ايت ګورو چې صراحتا له نورو قوانينو انکار کوي. درځئ فکر وکړو،چې څوک طاغوتي قوانين مني، پورتنيو ايتونو کې ځان څنګه ويني؟ اوس خبره دا ده، چې فعلا داسې څه شته چې د پورتنيو ايتونو خلاف وي؟ د بېلګې په ډول :

اسلام وايي کافر چې پر مسلمانانو حمله وکړي، زمکه يې ونيسي. دا د اسلام خاوره ازادول درجه په درجه په مسلمانانو فرضيږي او د هغې خاورې نږدې خلکو باندې فرض عين ده. الله جل جلاله فرمايي : {وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا}. د همدې دليل پر بنسټ احناف وايي چې پر اسلامي خاوره د کفارو سلطه حرامه ده، شړل يې فرض دي. د همدې دليل پر بنسټ د اسلام علماء فرمايي : که چېرته يو مسلمان کفارو سره بندي شي، د ټولې نړۍ پر مسلمانانو يې خلاصول فرض دي، تر دې چې ټول مسلمانان فقيران شي يا بندي راخوشې کړي. الله جل جلاله د اسلام زمکه په کفارو حراموي او دلته ورته پارلمان، مشورتي جرګه او دولت د اډو(چې محبسونه او فحشکدې لري) د سپارلو امضاء کوي؟ دا صراحتا اسلام سره ټکر نه دی؟ د الله جل جلاله د شريعت پر خلاف د نورو حاکمانو او مشرعينو قانون او فيصله منل نه دي؟ کفر تور وي او برګ؟ همدا کفر نه دی؟ که دا ډول فيصلې څوک مني، نه مشرکيږي؟ الله جل جلاله وايي سود حرام دی، دوی ورته په اقتصادي او مالي سيستمونو کې جواز ورکړی، دا صراحتا الله جل جلاله سره ضد او خلاف نه دی؟

بل مثال درواخلئ. کفارو چې پر افغانستان بريد وکړ، د سيمې په ټولو مسلمانانو جهاد فرضِ عين شو. دا چې دا موضوع د بهرنيانو له لوري په استشراقي طراز وشاربل شوه، ډېر داسې خلک پرې وغولېدل چې اوس يې هم ايمان په تبر نه ماتيږي(خبر نه دي). نړۍ د جهاد په اړه داسې پروپاګند ته زور ورکړ، چې طالب د پرمختګ دښمن دی، د تعليم وتربيې دښمن دی، د بيا رغونې دښمن دی او دا چې طالب له بل لوري تمويليږي او هڅول کيږي! زموږ هفته پامو هم ورسره ومنله او ډېر د علم و دانش دعوه دار يې قيضه کړل. دوی هېره کړې، چې يو د جهاد اصل حکم دی او يو د قضيې اطراف دي. اصل حکم دنصوصو په استناد او د اسلامي نړۍ د حق علماو په اتفاق دا دی، چې پر افغانستان صليبي بريد شوی، اسلام يې پر ضد ودرېدل فرض ګڼي. اوس که علی سبيل الجدل په جهادي طرف د دوی دا تور ومنو هم، نو د طالب تورنېده دا حکم باطلولی شي؟ که يې کولی شي، راودې ښيي، چې پوه شو او که يې نه شي کولی، نو په دې بوسه دليل له فرضي جهاده انکار کفر نه دی؟

حجاب د ټولو علماو په نزد متفق عليه فرض دی، د دوی د “ارګ” عيسايڼه وايي موږ د فرانسې هغه موقف سم ګڼو چې حجاب تحريموي!! د عقيدې متفقه مسئله ده، چې د کفارو دين او قانون صحيح ګڼل کفر دی. هغه خلک چې د مسلمانۍ دعوه کوي او د د ارګ د عسايڼې او فرانسوي حکامو فيصله تاييدوي مسلمان پاتې کېدای شي؟ الله جل جلاله نصاراو په کفر شاهدي وايي {لَقَدْ كَفَرَ الَّذِينَ قَالُوا إِنَّ اللَّهَ ثَالِثُ ثَلَاثَةٍ وَمَا مِنْ إِلَهٍ إِلَّا إِلَهٌ وَاحِدٌ} هغه خلک حقيقي کفار دي، چې وايي الله درېيم د درېوو دی.

د عيساڼې له مرکې وروسته چا وويل چې نوموړې نقاب ښوولی، حجاب يې نه دی ښوولی. دې ملنګ فکر نه دی کړی، چې دا عيسايڼې پرتوګ هم نه مني، دا يې د نقاب غم وړی. ساده ګان دومره فکر نه کوي، چې ښځه عيسايڼه ده، د فقهې استاده نه ده، چې لا دا هم ورمعلومه وي، چې نقاب او حجاب څه فرق لري. جرمني کې چې په ۲۰۰۹ کې مروة الشربيني مصرۍ ښځه په محکمه کې قتل کړای شوه، نقاب يې نه کاوه، بلکې د هغه دسمالګنکي په تور ووژل شوه، چې په سر يې پروت و. په دې دې څوک نه غوليږي، چې نوموړې حجاب يادوي، که نقاب. هر څه چې وايي، منشا يې کفر دی.

همدا ډول هغه اساسي قانون چې د نړيوالو کفري قوانينو د رعايت امر کوي، منل يې د کفر ارتکاب نه دی؟ الله جل جلاله فرمايي زما له قوانينو پرته په نورو قوانينو کافر شئ او اساسي قانون وايي ويې منئ! کفر لکۍ لري که ښکرونه؟ فرمايي :{أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ} وايي هغه خلک دې ليدلي چې په قران د ايمان دعوه لري، په مخکينيو کتابونو هم د ايمان دعوه لري، خو غواړي چې فيصلې په طاغوتي قوانينو وکړي؟ حال دا چې دوی ته امر شوی، چې کافر بالطاغوت شي!

هغه خلک دې ايت کې ځان څنګه ويني، چې د قرآن پر ضد د اساسي قانون مطيع دي او نړېوال اسلام ضد قوانين مراعتول لازم ګڼي. دوی قرآن نه مني، خو وطن او قوم هر ځای نېغ نېغ کوي، راځئ خوشال خان ولولو چې دوی رښتيا هم افغانان دي؟ خوشال خان وايي :

د فساد فکر مې نه شته خدای حاضر دی
خپل ساعت به تېروم، عمر اخر دی
اطاعت د اولو الامر ځکه نه کړم
خليفه د زمانې په زړه کافر دی

ولاء او براء

د اسلامي خلافتونو دوران کې خلک دوه ډوله وو : مسلمان او کافر. د مسلمانانو ډله او جماعت معلوم و، د کفارو ټولګی او ټولنه هم معلومه وه. موقفونه معلوم وو. کافر ته، کافر ويل کېده او مسلمان به مسلمان و.کله چې خلافت ونړېد، د مسلمانانو ټولګی ورک شو. د کفارو او مسلمانانو مخالطې پيل شوې، مشارکې او معاهدې وشوې. تر دې راورسېدل چې د مسلمانانو پر ضد کفر سره ودرېدل هم کفر څه، چې ګناه هم نه ګڼل کيږي!

د اسلام د علماو اتفاق دی، چې کومه جګړه د مسلمانانو پر ضد وي، د اسلام پر ضد وي؛ که مسلمان د کافر تر څنګ ودريږي، کافريږي. قرآن کريم له هغو ايتونو ډک دی،چې له هغو ايمان نفې کوي، چې د کفارو دوستي کوي. الله جل جلاله خپل بنده ګان منع کوي، چې کفارو سره دوستي مه کوئ. الله جل جلاله فرمايي : {لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ} وايي داسې څوک نه شته چې په الله او اخرت ايمان لري او د هغه چا دوستي کوي چې الله او رسول سره دښمني کوي، که څه هم پلار يې وي، زوی يې وي، ورور يې وي او کورنۍ يې وي.

ګورو چې ايت کې مسلمانان ان له خپلو نږدې خلکو هم منع شوي، چې کفر له ايمانه غوره ګڼي. فرمايي : {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ}.
اسلام خو موږ ته د مقاطعې داسې تصور راکوي، چې يهودي يا نصراني په مخه درغی، لار پرې تنګه کړئ، د الله رسول څه فرمايي : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: “لَا تَبْدَءُوا اليَهُودَ، وَالنَّصَارَى بِالسَّلَامِ، وَإِذَا لَقِيتُمْ أَحَدَهُمْ فِي الطَّرِيقِ فَاضْطَرُّوهُمْ إِلَى أَضْيَقِهِ”. رواه الترمذي. فرمايي په يهودو او نصاراو د سلام پيل مه کوئ، چې په لار ورسره مخ شوئ، تنګ ځای ته يې مجبور کړئ. دا محارب کافر(يهود ونصارا) خو بالعکس په موږ لارې تنګوي. کله چې دوی په سرک روان وي، مسلمانان مجبوروي چې له لارې کوز شي. له دې بد تره چې دوی په لار روان وي، مسلمان ته اجازه نه شته چې هغه سره مساويانه پر لار ولاړ شي!! ښه نو دې کفارو سره دوستي څه حکم لري، ورسره شريکېدل پر ځای پرېږده، دا خلک د کوم ايمان تمه لري؟

دا هر يو يې چې د مسلمانۍ مدعي دی، فکر يې کړی، چې هر ماسخُتن دی الله جل جلاله سره يوه وعده کوي او سمدستي بېرته خپله وعده ماتوي، ځکه دی د وعدې په مقتضی نه ځي او دا چې دی په خپل عبادت کې مخلص نه دی، نو بيخي يې ورته پام نه وي،چې زه لګيا يم الله جل جلاله سره وعده کوم. وايي : وَنَخلَعُ وَنَترُکُ مَن يَفجُرُک. ای الله د هغه چا بيعت ماتوم، له امره يې سر غړاوی کوم او هغه انسان پرېږدم(مقاطعه ورسره کوم) چې ستا له اطاعته وځي.

وواياست! دغه خلک چې د کفارو مقتديان دي، د کفر پر دسترخوان خوري او څښي، د کفر درېشۍ اچوي، د کفر ټوپک په لاس د کفر حاکميت ته کار کوي، په خپل عهد ولاړ دي؟ بلکې د دې جوګه دي، چې په نجس تعهد او فکر الله ته ودريږي؟

علاماتي محدوديت

د خلافتونو پر مهال قومي، ژبني، نژادي انحصار نه و. هغه ګواښمن انحصار چې د شرک لامل کيږي. د اسلامي عقيدې له نظره هر کار د الله جل جلاله لپاره وي. کوم کار چې خالص د الله لپاره نه وي، هغه عمل الله جل جلاله سره د هيڅ شي برابر نه دی. دا نن چې د اسلامي معتقداتو پر ضد، د الله جل جلاله د اوامرو پر ضد او د جهاد پر ضد د کفارو استعمار او سيوري لاندې د وطن، ملت، اقتصاد، بيا رغونې او…خبرې کيږي، د الله جل جلاله دې قول سره څه کوي، چې د الله جل جلاله، رسول عليه السلام محبت او جهاد ته دا مرتبه ورکوي : {قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ} ورته ووايه که پلاران مو، زامن مو، ورونه مو، جوړې مو، کورنۍ مو، ګټلی مال مو، تجارت مو چې په زيان يې وېرېږئ(اقتصاد)، کورونه چې خوښ مو دي، درته له الله و رسول او جهاده ګران وي، نو انتظار وکړئ، چې الله جل جلاله فيصله وکړي!

ايت د الله جل جلاله او رسول عليه السلام محبت او جهاد د دې جوګه ګڼي، چې کور ورته پرېښوول شي، خپلوان ورته پرېښوول شي، اقتصاد ورته خراب کړل شي او وطن ورته قربان کړل شي. که بالعکس څوک خاوره، قوم او ژبه پر اسلام متفوق ګڼي او هغه هم د صليب او استعمار په خدمت کې، مسلمان پاتې کيږي؟

دې علاماتي محدوديتونو(قوم او وطن) داسې اسلامي ارزښتونه خاورې کړل، چې بيا را ژوندي نه شي، خلافت به هم قايم نه شي. تاسې وګورئ، کفر اسلامي نړۍ داسې سره وپاشله چې يو مسلمان ضرب و زد لاندې دی، بل ښه په عيش وعشرت کې دی او د الله رسول عليه السلام فرمايي : المسلمون امة واحدة من دون الناس. لايسالم مؤمن دون مؤمن. مسلمانان يو امت دی، بل څوک ورسره نه ځاييږي، يو مسلمان له بل پرته روغه نه کوي.

څوک دې اصل ته ګوري؟ يو هېواد دی، يو مسلمان د کفارو د زور لاندې دی، بل همدې محارب کافر سره ولاړ دی! الله جل جلاله ټول مسلمانان يو امت ګڼي او په ډېر تاکيد يې وايي : {إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ}.

ايت همدا تاکيد کوي، چې دا د يوې عقيدې، يوې نظريې، يوې لارې، يو اخوت يو موقف، يوې پېژندګلوۍ، يو مقصد او يو هدف امت دی. دا په علاماتي محدوديتونو نه تجزيه کيږي. نه دا ډول نا فطري تقسيمات مني. که يې څوک په بوسه ارزښتونو بېلوي او بيا يې همدغې ارزښتونو ته د “لا اله الا الله” له تصوره پرته ژمنوي، بېشکه چې د کفر و ارتداد اور ته لمن وهي. العياذ بالله

avatar
23 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سلفی عقایدو وا لا
میلمه
سلفی عقایدو وا لا

یره په ستاسی بدعتیانو خو به شل نه شی ستاسو بدعت او دا مشرکانه کړنی د رشتنی اسلامی خلافت مانع دی ، ستاسی اول خپل عقیده سمه کړی بیا د خلافت خبره کوی ، وروره اول عقیده سمه کړه خلافت بیا……………………..مننه

غوربندي
میلمه
غوربندي

سلفي والا صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

پورته لیکنه ټوله په ډیرو نازکو او اساسي عقیدتي مسایلو خبری کوي

خو متاسفانه تاسو ډیر بی ځایه راټوپ وهلي ده

داکترجمال الدین نیازی
میلمه
داکترجمال الدین نیازی

سلفی عقایدو والا وروره ، لیکنه بیا دسره وگوره په حقیقت سترگی نه پتیژی دامت دنریدلو او وروسته پاتی کیدلو اسباب که ولتول شی یوازینی همدا اختلافات دی چی امت یی دتباهئ کندی ته ور تیل وهلی او په مستقیم او غیر مستقیم دول یی د دشمن موخی پوره کری ؛

ډاکټر کمال
میلمه

زه به د «سلفي» عقیدې ورور ځواب ته نه رادرومم. تاسو ان شاءالله پوه کړی.
جناب خیرخوا صیب په ډيرو باریکیو مسایلو خبرې کړي. الله رب العزت دې اجرونه ورکړي.
جزاکم الله خیرا

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم : خیرخواه صاحب ته دی الله ج ا زمونږ سره اجرونه او جنت الفردوس په برخه کړه ، مونږ لیکنه ولوستله په رښتیا هم ډيره ځانګړی او اموزنده لیکنه وه ، یعنی دومره اوږده لیکنه مونږ د حقیقت او واقعیتونو یو لغت څه چه یو حرف هم مخالف پیدا نه کړو او په ډيره خوږه لهجه ، اسلامی اخلاقو او حکمت یی هر څه د اسنادو ، عقلی او نقلی منطقی دلایلو له مخی په ډاګه کړی دی . د دی د پاره چه د خیر خواه او زما ګډون د ټولو مسلمانانو د ناخیلی او… نور لوستل »

سلفی عقایدو وا لا
میلمه
سلفی عقایدو وا لا

په رشتیا هم ما یو لس کرښی ولوستی نور نو یی خوند را نه کړ او نور نو په لوستو نه ارزی، او ستاسی ټولو بدعتیانو ته دا وایم چه د بدعت والا وو سره د الله مدد نشته، ددوی عقاید تیاره دی ددوی سره په بعضی وختو که جهاد روادی حتی دوی ځنګه کولی شی چه په رشتنی اسلام او خلافت خبری وکړی ، ددوی سره بغض او عداوت فرض دی ، او یانزی ته وایم چه ستا خو ما شا لا ځان ته استاد هم وایاست خو ستاسو استا دان حال مونژ ته شه را معلوم دی. مننه

کمال
میلمه

سلفی عقیدی والاماما!
سلفیت څه مطلب،؟اصلي سلفيان خو احناف دي چې دخيرالقرون په اجتهادونوپسي ځي،تاسوخودشیخ امين اوشیخ سميع الله مقلدين ياست.؟
لدې پرته چې داستادکنځلي رانقل کړئ،نوره مطالعه هم نلرئ،هرمسلمان درته مشرک ښکاري،ترقيامت به په همدي تعصب اخته ياست،ټول عمربه دملک عبدالله کجوري اوريالونه نه وي اونه به دکويټ دنارونه وي،زه مو پينژنم،له يوڅوساده مخلصينو پرته نورټول ډيربدفعله خلګ ياست،الله موپه خپل تعصب اومسلم دښمني کې نورهم وشرموه،ددعودت اسلوب نه پیژنئ.بس رچاته بې ځایه غاپئ،نه خپل ګوري نه پردي بس تیزونه واروي

طالب خان
میلمه

سلپي والا ! بدعتیانو سره به دالله تعالی مرسته وي یا نه مګر خورمایي سلپیانو سره بې له شکه دانګریز مرسته شته، دعثماني خلافت بنیاد خو تاسو وایستو،ته ورشه دلومړي نړیوال جنګ په مهال دجزیرة العرب تاریخ وګوره چې عثمانیان چا له پښو وغورځول،په لومړي نړیوال جنګ کې د آل سعود سلپیان دایسټ انډیا کمپنۍ استخدام کړي و، او د شریف حسین په مشرۍ عربي قبایل په مصر کې دمنځني ختیځ لپاره دانګریز دفتر څخه خړوبیدل، د جزیرة العرب سلپیانو د عثمانیانو ریل ګاډو ته انګریزي بمونه ایښودل، تردې چې له عراق او حجاز څخه یي دخلافت لمنه ټوله کړه… نور لوستل »

سلفی عقایدو وا لا
میلمه
سلفی عقایدو وا لا

او خلکو که ستا سو و غواړی که ونه غواړی که خفه شی که خوشاله زمونژ دعوت په ډیر درز سره روان دی ، او ماشالا په ډلو ډلو احناف توبه وباسی او حقی لاری ته راځی او انشا لا اسلام خلافت به هم ددوی لخوا فایم کیژی، لکه ستاسی هم او س پوهیژي چه یو لوی انقلاب راروان دی . او په سقاط ، سرسایه او په نصوارو…………باندی خلافت دیره لری ده. خپه نشی مننه

سنګین
میلمه
سنګین

تر څو چی دا مذهبونه لکه حنفی، شافعی، حنبلی، مالکی او شیعه موجود وی تر هغه به د مسلمانانو بدبختی ادامه لري. په اسلام کی چی څومره مذهبونه زیاتیږي، کفار یی ملاتړ کوي.

کمال
میلمه

ستابه خوله کې دپردو جوشک دی،کنه دامت ددومره سترو شخصیتونو نومونه به دي دومره سپک نه يادول،اصل ته امام شافعشی،امام مالک اوامام احمد نه پیژنې،ته يوجاهل خارجي اوتکفیري يې،انشالله ستاسي ریښې به زر وباسو

سنګین
میلمه
سنګین

کمال صیب که تاسو سواد درلودلئ نو دا به مو درک کړي وای، چی زما مطلب امامان صاحبان نه بلکه مذهبونه وو. په دی کی شک نشته چی هغوی ددین غټ عالمان وو او د احترام وړ خلک دي، خو پیغمبران نه وو، او دتا په شان خلکو هغو ی ته د پیغمبرانو درجه ورکوي. دغسی خلک په ځای ددی چی د محمد صلی الله علیه وسلم پیروی وکړي نو د امامانو پیروان ګرځیدلی دی. دا صوفیان هم همداسی خلک دي. د پیغمبر په ځای د جلال الدین بلخی پیروی کوي او مصنوعی ته د قران په سترګه ګوري. په… نور لوستل »

Malim
میلمه
Malim

ټولو وروڼو ته په احترام او مسنونه سلامونو سره لاندی څو مهم ټکی سنګین صیب سره کاملا موافق یم ، خو دا په دی مانا نه ده چه چابک خیل خدای مکړه د امامانو د توهین معنی ورڅخه واخلی په اوسنی دور کښی له همدی څلورو مذهبونو ۱۳۸ مذهبونه شرکی کفری او اتدادی تولید شوی دی. متاسفاته دلته ډیر وروڼه داسی هم لیدل کیژی او پیژندل شوی چه تر اوسه د کلمی طیبی په درسته مانا او حتی د سوره فاتحی او د قرانکریم د اولی صحفی درسته ترجمه یی ندی زده خو د سم او ناسم په هکله قاطع… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مالېم صیب د سلام نه کولو معذرت غواړم په تېر کې صلیبي جنګونو هم معلول درلود په اوس وخت کې چې په مسلمانو هیوادونو غوبل جړ ده هم معلول لري علت برابرونکي فاکټور یې د مسلمانانو ایمان او په الله تعالی باندې عقیده ساتل او د هغه واحد لایزال ذات عبادت ده کله چې هم مسلمان ولسونه له ایمان او عقیدې څخه وڅنډي نو بیا د کفارو لپاره په مسلمانو هیوادونو د تخت و تاز و اشغال هیڅ اړتیا نه لیدله کیژي. تر دې ځایه ستا سره موافق یم په دومره توپیر چې د لیدلوري زاویه مې الحمدالله ستا سره… نور لوستل »

Malim
میلمه
Malim

د غوا گانو د اولاد پلاره که ماته قدرت لاسه ته راشی نو : ابدلا دله – سافوف – مامد اومر – خانونی – ماکیخ او داسی نور به د تول ملت په وړاندی اولا سم شرعی معرفی او بیا به یی اعدام کړم. له تا څخه تیر کال ما یو شی غوښتی وه خو په چل کښی د خبره تر غوږ تیره کړه نن یی بیا د ټولو دوستانو پر مخ کښی در یادوم ایا ستا په قول ستا جهادی ټولی یا حزب یا امارت کومه مستقیله منظمه اسلامی او ملی لیکلی تګلاره لری او که نه ؟ که… نور لوستل »

Malim
میلمه
Malim

جنګ رانه خـــــوړلي د لښـــکر سړي! نشـــــته د چـــــــنار او د نښتر سړي! توره د خپل ورور په وینــــو سره راوړي! دا نه دي د ننــــــــګ او د سنګر سړي! څـــــومره ارزانـــــي ده د سرونو نــــن! وژني د کـــــابل او د خـــــیبر ســـــړي! څومره خاموشي ده په دې خاوره کـې! ښــــکاري د یو بل نه مـــــــــرور سړي! چپ شه ( لکڼواله ) وخت بدل ښکاري! دلته خــــلک وژنـــي د هنر ســــــــړي! غوربندیه زه د تک تور غار حامی نه یم چه هلته د یو یهود یا دهری څخه لارښود واخلم زما مبارزه واضح ده چه په مختصر ډول یی د… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مالېم صیب تا لیکلي چې تر 2007 پورې له طالبانو سره اوږه په اوږه موجود وې یعنی طالب وی نو چې پخوانی طالب یې، ایا غواګانې دې وطی کولې؟ د درواغژن څه او څه وکړم والله که یې تر خوا هم تېر یې، که دې وخت ورسره تیر کړی وای نو د مسکینو سنټکامیانو په ګاوي تبلیغاتو به دې کله هم شخوند نه وای وهلی او د طالبانو هغه نواقص به دی لیکل او نشرول چی د انسان سره یی د خطا په شکل کی د وقوع احتمال یو حتمی امر ده. ته خو په نورو د یهودو ټاپې وهې… نور لوستل »

Malim
میلمه
Malim

مونژ طالیبانو ه ټالیبان نه وه لکه خبر به یی مولوی عبدالروف خادم – مولوی ذاکر – او داسی نور هم نن زمونږ سره دی چه بد بختانه لږ ورسته یی سترګی خلاصی شوی ما خو پریژده چه نه به می پیژنی حق لری چه هری اپلاتی ووای پورته کسان خوبه پیژنی په دی به هم خبر یی چه سخترین کړاونه او زندانونه یی تیر کړی او په دی به هم خبر یی چه د ټالیب د جنک د پتنی فتوا هم له هم هااااااغه ځایه راوځی ټالیبان په هیڅ هم بند واز نه دی هغوی اسلام یواځی شعار او… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مالیم صیب تاسو له ځانه سره دا پوښتنه مطرح او بیا جواب کړی چې دا څنی لوستونکي ولې مخالفت درسره لري؟ ایا دوی طالبان دي؟ (ځکه ته ډېر بد رد ورته وایی) نه ایا دوی امریکایان دي؟ (ځکه ته یی د سرسخته دشمنان بیادوی) نه اوس دا سوچ ووهه چې په پورته دوه وو کې به ستا مخالف لوستونکي له کوم یوه سره څومره او څه ډول مشترکات لري؟ جواب: له هر یوه سره دوه خو مختلف مشترکات لري له طالب سره د خواخوږی دوه مشترکات 1-مسلماني 2- افغانیت (تاسو به همدی دوه مشترکاتو کی لغته وهی ځان درته پردی… نور لوستل »

Malim
میلمه
Malim

غوربندی وروره ایا ته رسمی ماموریت نلری؟ زه خو یی لرم له هغی ورځی چه کلیمه طیبه می په ژبه ویلی او په زړه می تصدیق کړی د الله ج د دین رسمی مامور یم او د زوند تر اخیره به یم کفارو په بدی او شیطانت کښی خبره او اختلاف نلرو یرغل شوی جهادر فرض عین دی افغانستان نظامی فرهنګی دودیز اشغال شوی کفارو د همسایه ګانو او نورو اسلامی هیوادو په خوښه یا مرسته تر خپل ظلم او یرغل لاندی راوستی دی . که فکر وکړو هیڅ یو هیواد نشته چه مستقیم یا غیر مستقیم د همدی کفارو… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

مالېم صیب

تاسو ته سلامونه او احترام

مخکې تر دې چې یوې نتیجې ته سره ورسیژو بحث مو عمق پیدا کوي هغه دا چې زما لاندې پوښتنه جواب کړی

د روسانو د وحشي اشغال پر ضد د افغانانو لاریون (مقاومت) ته تاسو د خپل اوسني چشمدید له مخې د جهاد په تسرګه ګوری او که فتنې؟

ستاسو د جواب په هیله

Malim
میلمه
Malim

روسانو په وخت کښی هم جهاد وه اوس هم فرق صرف دومره ده چه د روسانو خلقیانو او پر چمیان ستر احمقان وه د امریکا په اپراتیفی تحریک یی بی له کومی حیلی او جهانی اعتماد څخه پر افغانستان یر غل وکړ او لکه د ځناورو په شان یی مستقیما اوعلنی د سوسیالیزم او کمیونزم اعلان وکړ او د هیواد اساسی قانون یی د سوسیالیستی او کمیونستی نظام تابع وګرځاوه. د روسانو دغه خر احمق عمل ټولی اسلامی نړۍ هم په شدیده سره وغانده او هم یی د افغانانو سره کمک او د جهاد حمایت علنی اعلان او امکانات برابر… نور لوستل »

عبدالرافع مېلمه
میلمه
عبدالرافع مېلمه

استاد ډیره ښه لیکنه کړی ده، لاکن همدغه لوستونکو ډیر مایوسه کړم د دي په ځاي چي موږ مسلمانان یو او بل تحمل کړو او دوي له همدي لیکني عبرت واخلي په کمنټ کي یو بل تکفیروي، زما په آند ښه نه ده هر سړي خپل ځان، اخلاق او استعداد ښودلي ده: چی موږ له همدي کمنټ نه قیاس کړی فکر نه کوم چي مسلمانان دي متحد شي.

محمد حذیفه
میلمه
محمد حذیفه

میلمه صاحب السلام علیکم ته خو پدی تبصرو کښی لږ نظر وکړه چی ګرم څوک دی. او چا د مسلمانانو اتفاق ټوټه ټوټه کړی او غواړی چی نور یې هم ټوټه کړی. ته دا د سلفی والا عقایدو په نوم کس ته وګوره چی څه ډوزی او باټی یی ویشتی او بیځایه او بی موقع خوله یې اچولی. وایی خپل عقاید سم کړی بیا دا خبری کوی. خو زه ده ته وایم چی تاسی خپل د حشویه، تشبیه او تجسیم عقاید سم او صحیح کړی کنی غرق یاستی غرق، عملونه مو بی ګټی دی، او آخری فیصله به یی هم… نور لوستل »