افغانستان

په روان میلادي میاشت کې د بهرني ځواکونو د مړو شمېر 12 تنو ته ورسیدی

us_army_killedنن ټکی اسیا: په افغانستان کې میشتو بهرني ځواکونو خبر ورکړی چې ددوی دوه عسکرو پرون خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په کابل کې د ایساف مطبوعاتي دفتر په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې پرون د افغانستان په جنوب کې د یوې چاودني له امله ددوی یو عسکر ووژل شو.

او په بله اعلامیه کې بیا ویلي چې یو بل عسکر چې څو ورځي مخکې په یو غیر جنګي پېښه کې ټپي شوی وو، پرون مړ سو.
ایساف دا نه دي ویلي چې دغه عسکر د کوم هیواد دي، او یا داچې پېښه په دقیقه توګه په کوم ځای کې را منځته سوې.
د رواني میلادي میاشتي په دوران کې د هغه مړو شمېر چې ایساف اعلان کړي 12 تنو ته ورسید.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x