افغانستان

امریکايي جنرال: «اشرف غني امریکایي ځواکونو سره خوږې اړیکي پالي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم 12مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشر قوماندان، جنرال کامپ بيل داسې مهال له امریکايي ځواکونو سره د ګډ حکومت د ولسمشر اشرف غني خوږې اړیکي ستايي چې ولسمشر غني به ډېر ژر د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا پر دوی لګول شوي عملیاتي محدودیتونه لرې کړي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو نوی قومندان جنرال کامپ بیل وايي: «دوی [افغانان] اوس نوی ولسمشر لري. داسې ولسمشر چې له نړیوالې ټولنې سره خوږې اړیکي پالي، غوسې او توندې نیوکې نه کوي، بلکې وايي: «موږ ستاسو د قربانيو منندوی یو. افغانستان سره ستاسو د مرستو مننه کوو»». امریکايي قومندان په یوې مرکې کې وویل: «دا ستر توپیر دی.»

اشرف غني په منظم ډول له جنرال کامپ بیل سره ګوري. ډېری وخت یې خپل استوګنځای ته ورغواړي او اوږدې خبرې او بحثونه ورسره کوي. دغسې بلنې او اوږدې ناستې ولاړې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال معمول نه وو. کرزی د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د امریکایانو او ټولو ایتلافیانو په دښمن بدل شوی و. له پخوا سره بل توپیر دا دی چې جنرال کامپ بیل د ارګ «ملي امنیت شورا» غونډو ته په منظم ډول ورځي.

د حامد کرزي او اشرف غني بل عمده توپیر دا دی، چې هغه امریکايي او افغان ځواکونه له شپنیو عملیاتو او په ملکي سیمو کې د درنو وسلو له کارونې منع کړي وو، مګر اشرف غني اوس دغه محدودیت لرې کوي.
د ولسمشر اشرف غني سلاکار، حمیدالله فاروقي وال سټریټ ژورنال ته وايي: «په تېرو څلورو پنځو کلونو کې له لوېدیځ سره اړیکې ښې نه وې. هغه اړیکي د اوسنیو په څېر نه وې.»

وال سټریټ ژورنال زياتوي: «سږ اوړی طالبانو په ټول افغانستان کې مهمې حکومتي ودانۍ په نښه کړي چې د زیات شمېر عسکرو او پولیسو د وژل کېدا لامل شول .»
وال سټریټ ژورنال د طالبانو د ویاند، ذبیح الله مجاهد له خولې لیکي: «کرزی د امریکایانو له خوا پر افغانانو تپل شوی و. مګر اشرف غني ترې یو ګام وړاندې شو». مجاهد زیاتوي: «د اشرف غني کړنې د کرزي په پرتله ډېرې شرموونکې دي.»
طالبان اشرف غني ته ځکه غوسه دي چې له امریکایانو سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړ.
د ځینو کارپوهانو په باور د طالبانو وروستي پراخ عملیات د دې غوسې ښکارندويي کوي.

حکومت کې دننه ننګونه

اشرف غني پر وسله والو مخالفینو سربېره په نظام کې دننه له سیاسي مخالفینو سره هم مخ دی.
د ده حکومت لپاره تر ټولو ستره ننګونه د کابینې جوړول او د واک وېش دی. عبدالله عبدالله چې یو مهال د ده سرسخت رقیب و، اوس یې په نظام کې اجراییه رييس (نیمه صدراعظم) دی.
یو کابل مېشتی غربي چارواکی وال سټریټ ژورنال ته وايي: «دا د رکود حالت دی. که دا اړی ګړی دوام کوي، په پایله کې به د خلکو او نړیوالې ټولنې باور پر نظام له منځه ولاړشي.»

عبدالله عبدالله وايي: «موږ په شپږو میاشتو کې ایله وکولای شوای چې ولسمشر او اجراییه رييس وټاکو. زه هیله من یم چې د کابینې جوړل بیا شپږ میاشتې وخت ونه نیسي.»

د افغانستان ګډ حکومت چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري تر څارنې لاندې منځ ته راغلی، اوس په یو وخت کې د طالبانو درنو وسله والو حملو سره او په نظام کې دننه د دوو ټیمونو داخلي رقابتونو سره مخ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

No Problem for Taliban Every person as a president the Taliban continue Fight & up to date they finish Mili Urdo & Make their Govrnmenten

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x