افغانستان

لبنانۍ رسنۍ: «رولا يوه زړوره ښځه ده»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم 12مه، ۱۳۹۳ل): «النهار» لبنانۍ خبري او تحليلي ويبپاڼې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د مېرمن رولا سعادت غني د ژوند په اړه يوه مقاله خپره کړې او د پوهنتون د وخت او اشرف غني سره د هغې د پيژندګلوۍ کيسه يې کړې، چې رولا د بيروت امريکايي پوهنتون کې د ژورناليزم پوهنځي محصله وه او اشرف غني د انسان پيژندې «انټروپولوژي» پوهنځی محصل و، چې ۱۹۷۳م کال کې يې سترګې سره ولګيدې او خبره د رولا کورنۍ ته ورسيده.

د رولا مشر ورور پروفيسر ډاکټر رياض سعادت «النهار» ته ويلي، چې رولا له کوچني والي ډېره ارامه او جرتمنده نجلۍ وه، ډېر وخت به کتاب سره ملګرې وه او عامو مجلسونو کې يې ګډون د نشت برابر و او د دې تر څنګ رولا ورځنی ورزش هم کاو او په ځانګړې توګه یې ډېره مينه له لامبو سره وه.

رولا وايي، چې اشرف غني سره یې د لیدو کاتو پر مهال له خپلې کورنۍ سره مشوره وکړه، مګر چا دې خبرې ته زړه نه ښه کاوه، چې دا دې يو افغان سره واده وکړي؛ ځکه چې د رولا پلار يوې «ارتودوکس» سخت دريځي مسيحۍ سره واده کړی دی.

رولا يوه زړوره ښځه ده

۶۶ کلنه رولا يوه زړه وره ښځه ده او ولسمشرۍ ماڼۍ ته له ننوتو وروسته یې بي بي سي سره په خپلې لومړنۍ مرکه کې دا په زغرده ومنله، چې دا مسيحۍ ده او دوهمه مرکه کې يې فرانس پريس خبري اژانس سره په عامه ځايونو کې د ښځو د نقاب مخالفت وکړ او زياته يې کړه: «زه د فرانسې د هغه قانون ملاتړ کوم، چې عامه ځايونو کې يې د ښځو پر مخ پټونې بنديز لګولی دی؛ ځکه چې د ښځې مخ پټ وي، نو بيخي ړنده ښکاري او د ژوند چارې پر مخ نه شي بوولی».

النهار ويبپاڼې ليکلي، چې د داسې خبرو په کولو رولا يوه زړه وره ښځه ده او کولای شي، چې له دې لارې خپله زړه ورتيا نوره هم ثابته کړي.

رولا غني د افغاني دود پر خلاف له خپل مېړه سره غونډو او مجلسونو ته راځي او ويناوې کوي.

د ايتلافي حکومت ولسمشر اشرف غني د خپلې لوړې پر مهال خپله رولا «بي بي ګل» ونوموله او د ژوند په چارو کې يې ترې مننه وکړه، چې ډېری افغانان پرې خوابدي وه او دا کار د افغان ولس ديني او ملي ارزښتونو ته سپکاوی وباله. «بي بي ګل» افغاني نوم دی چې د ډېرو په باور اشرف غني د خپلې مېرمني افغاني ښودلو لپاره وکاراوه.

د يادونې وړ ده، چې د اشرف غني مېرمن، رولا غني د اکتوبر پر یودېرشمه نېټه له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و: «د فرانسې د حکومت له خوا پر نقاب بندیز ستايم او پلوي يې کوم». د رولا د مرکې څرګند ټکي له لندنه خپرېدونکې «ډيلي مېل» ورځپاڼې خپاره کړل او په لومړي ځل د دغې مرکې ځينې مهمې برخې «نن ټکی اسيا» خپلو لوستونکو سره شريک کړل، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغانانو غبرګونونه راوپارول او يو شمېر ځوانانو د ټولنيزو شبکو له لارې د رولا د خبرو دفاع کوله، مګر د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د رولا له قوله ليکل شوي و، چې د دې خبرې «تحريف» شوي دي او دې هيڅکله د افغاني دود او نقاب پر ضد څه نه دي ويلي.

د رسنيو د قانون له مخې که کومه رسنۍ د يو چا خبرې د هغه له موخې او هدف سرچپه تعبير کړي، نو دا مدعي کولای شي، چې پر نوموړې رسنۍ دعوه وکړي، محکمې ته يې حاضر کړي او د جريمې تر څنګ يې بښنې غوښتلو ته اړ کړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د رولا بښنه ځکه خلک نه مني چې د رولا خبرې په ژوندۍ بڼه خبرې شوي دي او د هيڅ تاويل چانس نه لري او بيا هم که رولا په خپله خبره کې رښتینې وي، نو پر فرانس پريس خبري اژانس دې دعوه وکړي او هغه دې اړ کړي، چې د دې د بيان د تحريف په اړه بښنه وغوړاي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

ځینی انتقادونه به مونږ هم برو پری خو

د مشرف -نوازشریف- ضیا الحق او د نورو داسی سپیون نه به دده فامیل ډیر با عزته وی

بخښنه غواړم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x