طالبانو یو وار بیا د بګرام هوايي ډګر تر برید لاندی را وستلی
نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ددوی مجاهدینو پرون د لس بجو په شا او خوا د بګرام پر هوايي ډګر دوې توغندی وار کړي، او په هدف لګیدلي دي، چې له امله یې په هوايي ډګر کې مېشت قواو ته دروند زیان اړولی.
د بلي خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر دغه پېښه منلي او ویلي دی چې پرون د شپی توغندي په هوايي ډګر کې پر ځینیو عسکري تاسیساتو لګیدلي، او یو څه زیان یې دغو تاسیساتو ته اړولی، مګر مرګ ژوبله یې چاته نه ده اړولي.
طالبان وخت په وخت په افغانستان کې د بهرني ځواکونو تر ټولو ستر مرکز د بګرام هوايي ډګر وخت په وخت تر ورته بریدونو لاندي راولي او د تلفاتو په اړه خبرونه ورکوی، او ایساف کله کله دغه بریدونه مني مګر د زیان په اړه یې هیڅ نه وايي.