کرکټ: پاکستان ټېسټ لوبه کې ۲-۰ استرالیا ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): پاکستان یو ورځنیو سیالیو کې تر سختې ماتې وروسته د ټیسټ دواړه سیالیو کې استرالیا ته ماتې ورکړه.

استرالیا او پاکستان تر منځ د ټیسټ دوهمه لوبه د اکتوبر میاشت له ۳۰ مې څخه پیل شوی وه او نن پای ته ورسیده. دغه لوبې په لومړي پړاو کې لومړی توپ وهنه پاکستان وکړه او د یونس خان نه هیریدونکی توپ وهنې په مرسته يي یوازې ۶ لوبغاړو له سوځیدو سره ۵۷۰ منډې جوړې کړې.

لومړی پړاو کې د پاکستان لپاره غوره توپ وهنه یونس خان ۲۱۳، اظهر علي ۱۰۹، مصباح الحق ۱۰۱ او محمد حفیظ ۴۵ منډو جوړولو سره وکړه.

استرالیايي توپ اچونکې د پاکستاني توپ وهونکو مخه ونشوه نیولی خو بیا هم د لوبې لومړی پړاو کې سټارک ۲، جونسن، سېډل، لیون او سمیت یو یو لوبغاړو په سوځولو بریالی شول.

استرالیا د اوچت هدف په تعقیب لوبه پیل کړه خو پاکستاني توپ اچونکو بیا په خپل وار استرالیايي لوبغاړو ته د زیاتو منډو جوړولو اجازه ور نکړه.

استرالیا ټولو لوبغاړو له سوځیدو سره یوازې ۲۶۱ منډې جوړې. دغه لوبه کې مارش ۸۷، کلارک ۴۷ او میکسویل ۳۷ منډې جوړې کړې.

پاکستاني توپ اچونکې عمران خان ۳، ذوالفقار ۲، راحت علي ۲، یاسر شاه ۲ او محمد حفیظ یو لوبغاړی په سوځولو بریالی شو.

په دوهم پړاو کې پاکستاني توپ وهونکي په داسې حال کې لوبه پیل کړه چې له مخکې خپلې سیالې لوبډلې څخه ۳۰۹ منډې مخکې ول.

د لوبې دوهم پړاو کې پاکستاني توپ وهونکي مصباح الحق ۱۰۱، اظهر علي ۱۰۰ او یونس خان ۴۶ منډې جوړې کړې او د درې لوبغاړو سوځیدو او ۲۹۳ منډو تر جوړولو وروسته استرالیايي لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

استرالیايي توپ اچونکي جانسن ۲ او سمیت د سیالې لوبډلې یو لوبغاړی په سوځولو بریالی شو.

استرالیا د ۶۰۲ منډو هدف په تعقیب توپ وهنه پیل کړه. استرالیايي لوبغاړي له پیل څخه تر فشار لاندې معلومیدل او یو ځل بیا ناکامه لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

استرالیا لوبډلې ټولو لوبغاړو سوځیدو سره یوازې ۲۴۶ منډې جوړې کړې. دوهم پړاو کې سمیت ۹۷، وارنر ۵۸ او مارش ۴۷ منډې جوړې کړې.

لوبې دوهم پړاو کې د پاکستان لپاره تر ټولو غوره توپ اچونه ذوالفقار بابر د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړو سوځولو سره وکړه. حفیظ ۲ او یاسر شاه ۳ لوبغاړو په سوځولو بریالي شول.

پاکستان دغه لوبه کې استرالیا ته په ۳۵۶ منډو ماتې ورکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د