
طالبان: «د ننګرهار په پچیر اګام کې مهمه قرارګاه او څو پوستې تخلیه شوې»
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) مهمه پوځي قرارګاه او څو پوستې تخلیه کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکي اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پچیراګام ولسوالۍ په قرارګاه او پوستو باندې له تېرو څو ورځو راهیسې بریدونه روان وو.
طالب ویاند له قوله په چینارګي نومې سیمه کې د دوی ملګرو پر ۵ پوستو بریدونه پیل کړل چې دوې پوستې یې ونیولې او ۳ نورې د قراره ګاه په شمول تر «سختو» بریدونو لاندې وې.
د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال ویلي چې د دوی په چپرهار او پچیر اګام ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد عملیات پیل کړی.
مشرقیوال زیاتوي چې د عملیاتو موخه یې د طالبانو څخه د یادو ولسوالیو تر منځ د غځېدلې لارې پاکول دي.
خو طالب ویاند بیا وايي چې دولت د پچیر اګام ولسوالۍ د مهمې قرارګاه او پوستو څخه د پولیسو او اربکیانو ویستلو لپاره راغلي و او نن د لړم په ۱۲مه ۲ بجې له یادې قرارګاه او پاتې ۳ پوستو څخه په ټولییزه توګه ووتل.
مجاهد زیاتوي چې د پولیسو او اربکیانو تر وتلو وروسته « قرارګاه اوپوستې په خپل واک کې راوستې او ډير نظامي توکي يي ترې غنيمت کړل، همدا راز عامو خلکو ته هم اجازه ورکړل شوه چې له دښمن څخه پاتي شوي ، البسه او خوراکي توکي له ځانه سره يوسي.»
په عین حال کې مشرقیوال وايي چې د پچیراګام ولسوالۍ اړوند په شګۍ سیمه کې د طالبانو تر برید لاندط راغلي خو دوی ته کوم مالي ځاني زیان نه دی اوښتی.
مشرقیوال ویلي چې عملیاتو پلان د یوې ورځې لپاره نیول شوی و خو د اړتیا په صورت کې وغځول شو.