ټولنیزه برخه

دهر کار له پاره مهمې لارې چارې

لیکوال: حامد افغان

په ژوند کې چې هر کار کوئ له هغه مخکې دا لاندې دیني لارې چارې خپلې کړئ . په دې سره به مو کار په ښه توګه پیل کړی او پرمخ بېولی وي، او هم به مو کار په شرعي لحاظ سم او صحي وي. او که په دې صورت کې مو فرضاً کار سمه پایله ونه لري په ځان او نورو ملامتي او پړه مه اچوئ، بلکي په ډاډ سره ووایه چې د الله داسي خوښه وه او داسي به کیدل، له دې وروسته د کار طریقه او ترتیب بدل کړه او بیا په الله توکل کړه.

احتیاط او سوچ وفکر :

د دنیا هر کار ته چې اقدام کوئ په بیړه یې مکوئ ، په اړه یې پوره سوچ او فکر وکړئ . په حدیث کې راغلې چې اخرت ته له تیاري پرته په نورو ټولو چارو کې احتیاط او سوچ کوئ . (ابوداود)

مشوره :

هرکارته چې اقدام کوئ دهغه کار له ماهرو خلکو سره په ډاډه زړه مشوره وکړئ . قران کریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې : او له دوی سره مشوره وکړه . {وشاورهم في الأمر} .

استخاره:

هرکار چې مو په مخکې وي د هغه له پاره استخاره نبوي سنت ده، ماخستن دوه رکاته لمونځ وکړئ د استخاري مخصوصه دعا ووايئ. صحابه کرام وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هرکار کې موږ ته استخاره راښووله .

کلک هوډ:

دهر کار له پاره کلک هوډ کول دکار د ترسره کولو له پاره مهم شرط ده، که تاسو هر څومره ښه رایه او کره نظر لرئ خو چې هوډ او عزم مو ځواکمن او قوي نه وي کار نشئ تر سره کولئ .

توکل:

کله مو چې دا لوړې لارې چارې ټولې ترسره کړې له هغه وروسته په الله توکل وکړئ ځکه د هغه له مرستې پرته هیڅ هم نشو ترسره کولی . قرانکریم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وایې: کله چې دې کلک هوډ وکړ نو په الله توکل وکړه ،{فإذا عزمت فتوكل على الله} .

له الله نه د توفیق غوښتنه:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعا کوله: ای الله! ماته سمه لاره وښیه او د کره توب مرسته مې وکړه ،(اللهم اهدني وسددني) . کار ته له اقدام کولو وروسته دکار سختي او ګڼ پړاوونه انسان لږځواکه کوي او سستې په کې پیدا کیږې . نو باید دهر کار په پیل او جریان کې له الله نه د توفیق غوښتنه وشي، او په دې توګه دکار په ترسره کولو کې دانسان هوډ پیاوړی کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x