افغانستان

برطانیه: شاهزاده هیري غواړی یو ځل بیا افغانستان ته راشي

_نن ټکی اسیا: شاهزاده هیري له دي څخه مخکي هم له ۲۰۰۷بیا ۲۰۰۸ کال پوري په هلمند کی له برطانوي قواوو سره یوځای دنده ترسره کړیده.

خوپه هغه وخت کي دنوموړي په اړوند چاته معلومات نه وو اوپه هلمند کي یی دهوایی بریدونو دترتیبلو اوهوایی قواوو ته دهدفونو ورکولو دنده په غاړه لره

 

خوچه کله هم سیمه کي طالبانو ته څرګنده شوه چي برطانوي شاهزاده هیري په هلمند کي دي، سمدستي یی له سیمه څخه پښی سپکي کړي بیرته برطانیی ته ولاړ.
له افغانستان څخه له ستنیدو وروسته یی په برطانیه کی د اپاچي هلیکوپټر د الوزولو زده کړي شروع کړي، ویل کیږی چي له ۱۰ میاشتو ټریننګ او زده کړو څخه وروسته اوس نوموړي کولای شي چي په اساني سره اپاچی هلیکوپټر والوزوي.
دنوموړي استاذانو زیاته کړه چي مونږ دشاهزاده هیري له لیاقت اوټینګي ارادي څخه متاثره یو، اوزیاته یی کړه چي هیري اوس کولای شي اپاچي هلیکوپټر په اساني سره هواکي پورته کړي.
خو وخت لا پاته دي، اوهیري باید نورهم کوښښ وکړي ترڅو وکولای شي د۴۶ میلیونه پاونډه ارزښت درلودونکي اپاچی چاپر هلیکوپټر په بیړنیو حالاتو، لوړه ارتفاع اوغرنیو سیمو کی په اساني سره والوزوي، ځینی سرچینو ویلي چي د برطانیي د هوایی ځواک د زده کړو له مرکز څخه فارغه شوي پیلوټان یواځی په سلو کی دوه کسه کولای شي چی اپاچي هلیکوپټر په اسانی سره والوزوي، نو ځکه هیري باید نور هم کوښښ وکړي.
او ویل کیږي چي ۲۶ کلن هیري به د را روان ۲۰۱۲ کال په پسرلي کي یوځل بیا افغانستان ته راشي.
هیري له کال ۲۰۰۷ څخه بیا تر ۲۰۰۸ کال پوري یواځي دلسو اونیو لپاره په هلمند کي پاته شوی وه او د طالبانو په خلاف دهوایی ځواک دترتیب اولار ښوني دنده یی په غاړه لره.
نوموړي هغه وخت افغانستان پریښود او له سیمي څخه وتښتیدي کله چي په رسینو کی دده په اړوند خبرونه را څرګند شول او په سیمه کي طالبانو ته معلومه شوه چي هیري په هلمند کي دي.
او برطانیی ته له ستنیدو څخه وروسته نوموړي هوډ وکړ، چي زه باید د برطانوي قواوو په هوایی ځواک کي پیلوټ شم، نو هغه وه چي هیري د پیلوټانو دزده کړي په مرکز کي داخله واخیسته اوپه زده کړو بوخت شو.
سره لدي چي هیری تیر کال دزده کړو په اخیري ازموینه کی دحساب په مضمون کی پاتي راغلی وه، بیایی هم وکولای شول، چي د اپاچي هلیکوپټر د الوزولو سند ترلاسه کړي، اوبد بخته یو ځل بیا افغانستان ته راشي

                                                    بخت الرحمن بخت:           نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x