ترکیه: د کښتۍ ډوبېدو ۲۴ افغان کډوال وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د ترکيې د استانبول ښار په شمال کې ساحل ته څېرمه د کښتۍ ډوبېدو له امله لږه تر لږه ۲۴ افغان کډوال وژل شوي او زیات نور یې لادرکه دي.

ترکي چارواکي وايي چې کښتۍ هغه ځای ډوبه شوې چيرې چې باسفورس او توره بجیره سره یوځای کیږي.

که څه په دقیقه توګه د وژل شوو کسانو هویت نه دی څرګند خو یو شمېر ترکي سرچېنې وايي چې په کښتۍ کې ناست کسان افغان کډوال دي.

دوه میاشتې وړاندې هم یو ډله د ترکيې سمندري ځواکونو ژغورلې وه. په دغه ډله کې زیات شمېر وګړي افغانان او سوريې اتباع وه.

ځايي خلک وايي چې دغه کډول د اروپا رومانیا هېواد ته تلل.

حریت ترکي ورځپاڼې د یو مرستندویې ادارې د یو غړي له خولې لیکلي چې تېزې هوا له امله د دوی کار له خنډ سره مخ شوې او نشي کولای پاتې کسان راوباسي. نوموړی کس وايي چې کښتۍ ډيره وړه وه او دوی په کې ۴۰ کسان ناست وه.

حریت ورځپاڼې د سمندري ځواکونو د یو افسر له خولې لیکلي چې په کښتۍ کې ټولټال ۴۲ افغان کډوال ناست و چې ۱۲ يې ماشومان او ۷ یې ښځې وې.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د کډوالو نړیوال سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي چې شاوخوا ۳۲۰۰ کډوال د روان کال په اوږدو کې په مدیترانې کې وژل شوي.

یاد سازمان وايي چې په تېرو لسو میاشتو کې ۱۵۰ زره کسان له افریقا او منځني ختیځ څخه اروپا ته د بحر له لارې راغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د