افغانستان

د عبدالقدیم پتیال د وژنې مسوولیت طالبانو پر غاړه واخېست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۲مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالقدیم پتیال د وژنې مسوولیت پر غاړه واخېست.

عبدالقدیم پتیال تېره ورځ ماښام مهال د کندهار پوهنتون په یوه ټولګي کې یو محصل پر ډزو وویشتلو.

پتیال د کندهار ولایت مرستیال والي تر څنګ د ادبیاتو د پوهنځي محصل هم و.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې پتیال د دوی د چریکي ګروپ یو ملګري په ډزو وژلی.

احمدي عبدالقدیم پتیال «عیاش» او «بې مروته» کس بللی و ویلي يې دي چې نوموړی د کندهار په شمول په نورو سیمو کې دندو پاتې شوی، ځکه دوی پر نښه کړ.

که څه هم معمولا طالبان د پېښو خبر تر دولتي چارواکو ژر ورکوي، خو ددغه خبر په اړه یې یوه ورځ وروسته رسنیو ته خبر ورکړ. طالب ویاند د خبر ځنډیدلو لامل د خپل ملګري «خوندي ځای» ته نه رسېدل ښيي.

« دپتیال دوژل کیدلو مسوولیت مو ځکه پر وخت وانخیست چي مجاهد ملګری لا پر لار وو او خپل ځای ته نه و رارسیدلی، الحمدلله چي هغه اوس په خوندي توګه له ملګرو سره یو ځای دی».

قاري یوسف ګواښ کړی چې که د « پتیال په څېر نور» کسان دندې پرې نه ږدي نو د دوی ملګري به یې نښه کړي او وبه یې وژني.

عبدالقدیم پتیال د مرستیال والي تر دندې پخوا د اطلاعاتو او کلتور د رییس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

نوموړی د روان کال د نوروز په جشن کې له یوه بریده روغ وتی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x