نظــر

نوې څپه ؛ اوبدلون ته اړتیا !

لیکوال : رحیم الله ( حریفال )

څه موده وړاندې مې د [ بي بي سي ] فارسي یوه تلویزوني خپرونه لیدله ، چې کیدای شي ډیروخت مخکې به جوړه شوې او خپره شوې وه ، اما یوه ورور ډانلوډ کړې وه او ماته یې هم د دې ګردي میز د کتلو سپارښتنه وکړه .

د خپرونې د بحث موضوع وه ، ( د مقدساتو توهین او د بیان آزادي ) د بحث ګډونوال څلورتنه ایرانیان وه ، چې یوه یې د بیان آزادي ته درناوی درلوده . اما ویل یې چې مقدسات بیله موضوع ده ، او باید درناوی ورته ولرو . او درې تنه نور یې په بشپړه توګه د غربي دیموکراسۍ ترسیوري لاندې راغلي وه . او بې له فکره یې دا خبره په پوره جرات سره کوله ، چې مونږ نه شو کولای . له مقدساتو څخه د دفاع په نامه د بیان د آزادۍ مخه ونیسو . په هر صورت دا بحث په یوه غربي هیواد کې ترتیب شوی وه . او درې ګډونوال یې هم داسې کسان وه ، چې د ډیموکراسۍ تر وزر لاندې یې د مادي ژوند امکانات تر لاسه کړي وه . او په یوه پرانیستې ټولنه کې یې ساه اخیستې وه . کومه دنده چې ورسپارل شوې وه د هغې له مخې مجبور وه . چې داسې په سپین سترګۍ سره ټول ارزښتونه او معیارونه تر پښو لاندې کړي . او څه چې یې زړه غواړي ویې وایي .

نوې څپه !

دپورتني بحث ترلیدلو وروسته مې چې ټکان وخوړهغه د راډیو له لارې د هیواد د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر دخبرو اوریدل وه ، چې ویل یې په سویلي اسیا کې دې دیني مدرسې وتړل شي .

لږ وخت وروسته ( افغانستان ایکسپریس ) انګلیسي ژبې ورځپاڼې د ( جاوید اهوار) لیکنه خپره کړه ، چې لیکلي یې وه ، داعش او طالبان په خپلو بیرغونو کلمه یې طیبه لیکي ، او له خپل یوه الله پرته نور ورته د منلو نه دي ، د ( اهوار ) په باطل اند ، چې دا کار په نړۍ کې د تفاهم له مخې د ژوند تیرولو امکان له منځه وړي ؟!

د اهوار یا افغانستان ایکسپریس دې کړنې د ټول هیواد په کچه د مومنو هیوادوالو احساسات را وپارول او پر وړاندې یې پراخ لاریونونه وشول .

دعام ولس دې پراخ غبرګون د غربي ډیموکراسۍ تالي څټي وارخطا کړل . لار ترینه ورکه شوله ،

د ( هشت صبح ) ورځپاڼې ولیکل ، چې دا توندلارې توب ته هڅول دي . او په ډیرجرات سره یې دا خبره وکړه ، چې ځینې ډلې لکه : ( داعش ، طالبان ، جمعیت اصلاح او تحریر ) د هیواد په پوهنتونو کې ځوانان توندلارۍ ته هڅوي .

د هیواد په چاپي رسنیو کې د دا ډول مضمونو چاپ او خپرولو مې دې ته پام کړ ، چې مونږ خو د بی بی سی رسنۍ ژړله چې په څومره سپین سترګي توب سره د یو ریښتیني دین شعایراو مقدسات د بیان د آزادۍ پر وړاندې کم ارزښته په ګوته کوي . اما دا مو په ذهن کې هم نه راتیریده ، چې یو وخت به په خپل هیواد کې چې له ( % 99 ) سلني زیاد اوسیدونکي یې مسلمان دي . داسې په بې باکۍ سره به دا بحثونه مطرح شي .

هو دا ډول کړنې د یوې نوې څپې د منځ ته راتګ پیغام له ځان سره لري . که خدای مه کړه خپل مسولیت په سمه توګه سرته ونه رسوو . نو په ډیر نیژدې وخت کې به د دې شاهدان یو چې دا لړۍ به دوام مومي او مونږ به ورته په رڼوسترګو ګورو .

په هیواد کې دا نوې راپورته شوې څپه به په لومړي قدم کې هغه بندونه له مخې لرې کوي ، چې شتون یې ډیر ورته خطرناک دی . او څه کمبودی هم لري . ورپسې به هره اسلامي ډله نقد کوي او په پای کې به یې د له منځه وړلو هڅه کوي .

بدلون ته اړتیا !

کوم بدلون ته اړتیا ؟ دې مو ته باید پام وي ، چې کله دولت له غربي هیوادونو سره اوږدمهاله ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کوي ، او ورځ تربلې په غربي خم کې رنګ شوي روڼ اندي له بیلابیلو لارو څخه په ګټه اخیستلو سره مطرح او د واک واګي په لاس کې اخلي . نو د دا ډول سیالۍ ډګربه په هیواد کې نورهم تودیږي . یو څه چې د اندیښنې وړ دي هغه دادي ، چې د غربي آزادۍ سرینده غږونکي په ډیره سیستماتیکه توګه په پوره زغم سره دا سیالۍ مخ پر وړاندې وړي . چې د دوئ دا مبارزه به د افغانستان په څیر یوه هیواد کې چې د زده کړې کچه په ځانګړې توګه د دینې زده کړو کچه ډیره ټیټه ده ، ډیره خطرناکه ثابته شي . او کیدای شي له بیلا بیلولارو او وسیلو څخه په کار اخیستلو سره ځوان کهول په ځان راټول کړي .

له بل لوري خطرناکه خبره داده ، هغه څوک چې په غربي خم کې د رنګ شویو روڼ آندو د نظریو پروړاندې مبارزه کوي . ډیرې ستونزې لري باید یوځل بیا فکر وکړي او په رڼو سترګو خپله مبارزه پرمخ یوسي .

موخه مې اسلامي ډلي دي . یا هم اسلامپال دي .

اسلامپال بدلون ته اړتیا لري ! بدلونونه په ډیرو برخو او کړنو کې راتلای شي ، اما دلته زمونږ موخه هغه بدلون دی . چې زیاتره اسلامپالې ډلې ترینه ځوریږي . او راوستل یې هم آسانه دي .

هغه بدلون یو د بل پر وړاندې له مخالفت څخه لاس اخیستل . یو څه چې د یوه مسلمان په توګه ترینه ځوریږم هغه د اسلامي ډلو ترمنځ اختلافات دي . اختلاف خو حتمی دي . خو هغه چې یو پربل نقد وشي او د یوه مسلمان په توګه یې ستونزې او مشکلات ورته په ګوته شي . اما د اسلامي ډلو تر منځ کله ناکله خبره د دښمنۍ تر سرحده رسیږي . ټول امکانات او ځواک یو دبل په حذفولو او ناکامولو لګوي . خو دې ته مو پای وي چې په هیواد کې اسلامپالو ډلو ته سترکار او مبارزه لا پر وړاندې پرته ده . اودا مبارزه یوه ډله او یو ګروپ پر مخ کې نه شي بیولای . ترڅو چې ټولې اسلامي ډلې یوبل ته لاس ورنه کړي . یو دبل مرسته ونه کړي او یوبل ته درناوی ونه لري . نو په راتلوونکی کې به ټولې اسلامي ډلې او اسلامپال له ډیرو جدي ستونزو سره مخ کیږي . چې هغه وخت به بیا ارمان کول کومه ګټه ونه لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x