افغانستان

تازه خبر: په فدايي برید کې دکندز امنیه قومندان وژل شوی

saidkheli

تازه معلومات :دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهدرسینوته په یو ه خبرپاڼه کې چې دایمیل له لارې یې رسنیو ته لیږلې ویلي، ددوي یو تن قهرمان مجاهد جواد لخوا دکندز پر امنیه قومندان سیدخیلي باندي فدايي برید ترسره کړی

خپرپاڼه زیاتوی په برید کې دامنیه قومندان په شمول ۱۸ تنه پولیس او دولتي کسان ووژل شول او ګڼ شمیر ټپیان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي په ټپيانو کې دامنیت امر عبدالرحمن اقتاش ههم سخت ټپي شوي .

خبرپاڼه وړاندي لیکي چی دبرید په مهال کندز والي انور جګدلک اودشمالي زون عمومي قومندان محمد داؤد هم په سیمه کې حاظر وو، خو دمرګ ژوبلې په اړه یې لا دم ګړي جزیات نه دي ورکړل شوي. 


 

نن ټکی آسیا: لږ ګړی مخکي د ملي امنیت د ميلمستون سره نژدې یو فدايي برید سوی.

د کندز والي محمد انور جګلدک ځینو رسنیو ته ویلي چې په برید کې د کندز امنیه قومندان عبد الرحمن سید خیلي او ګڼ شمېر نور پولیس ټپیان شوي..

 مګر د کندز د عامي روغتیا ریس پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د سید خیلي مړی روغتون را وړل شوی..

د پيښي په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x