نظــر

که د رولا خبرې ریښتیا تحریف شوې وای؛ نو… ؟

لیکوال: اکرام الدین کامل

ارګ د لړم پر ۱۱مه د حجاب په اړه د ولسمشر اشرف غني د مېرمنې رولا غني د څرګندونو په اړه وضاحتي اعلامیه خپره کړه. اعلامیه ګونګه وه، دومره پکې ویل شوي و چې د رولا غني خبرې «تحریف شوي» او په وینا یې اصلي متن چې په فرانسوي ژبه ده له انګلیسي سره «ټکر» لري.

اعلاميې له دغه ګونګ وضاحت پرته نور څه نه لرل، نه یې پر فرانس پریس خبري اژانس غږ کړی چې د مرکې ژباړه یې تحریف کړې او نه يې هم دا ویلي چې فرانس پریس دې ژباړه سمه کړي! هېڅ رسنۍ يې نه ده تورنه کړې، دا یې هم نه دي په ګوته کړي چې د دې «تحریف» تر شا څوک وو؟

دا خو لا لرې خبره ده چې ووايي فرانس پریس د رولا غني د مرکې انګلیسي متن سم نه دی خپور کړی او داخل او خارج د هېواد کې يې غبرګونونه پارولي. د ولس په منځ کې یې حیثیت بایللی، نو فرانس پریس اژانس دې بخښنه وغواړي او دوی عدلي ارګانونو څخه جدی غوښتنه کوي څو د فرانس پریس خبري اژانس مسوولین د محاکمې مېز ته راکش کړی او د رولا غني د بایللي حیثیت اعاده وکړي!

قانون پوهان وايي چې له طبعي حقونو څخه یو دا هم دی چې د انسان حیثیت او اعتبار باید د بل مقابل کې محفوظ وي. د انسان حیثیت د هغه له شخصي حقونو څخه ګڼل کیږي او همدا سړی یې په ساتنې مکلف دی. لاتینی قانون پوهان دغه حق ته Jus in rem وايي، د دې مانا دا چې دغه حق ستا شخصي دی او د نړۍ پر سر د هر ژوندي انسان په مقابل کې محفوظ دی. هیڅوک نشي کولای ستا له دغه حقه سرغړونه وکړي. دا ستا حق دی او د نورو وجیبه ده چې ستا پر حق تېری ونه کړي.

رتنلال او درجلال پخواني هندي قانون پوهان دي، دوی وايي چې د انسان حیثیت د هغه ملکیت دی، بلکې تر نورو ملکیتونو څخه يې حیثیت او اعتبار ډير ارزښت لري؛ ځکه ځمکې، کورونه، موټر او پیسې بیا پیدا کیږي؛ خو که د انسان حیثیت او اعتبار یو ځل خراب شو، دا بیا بېرته ځای ته نه راځي.

د افغانستان ټولنه ۹۹ په ۱۰۰ کې مسلمانه او دین پورې تړلې ټولنه ده. افغاني ټولنه کې تر هر څه زیات خلک غیرت پر دین او پر دیني اقدارو کوي. یعنې که یو څوک بې دینه مشهور شو، خلک ورسره اړیکې پرې کوی، تګ راتګ ورسره پریږدی، په ښه سترګه ورته نه کتل کیږي، خو بالمقابل بیا دین پورې تړلو خلکو سره د دې برعکس چلند کیږي. مثلا که یو څوک پر چا پسې دروغ وتړي چې ګواکې اسلام یو حکم ته يې سپکاوی کړی نو په یقین سره وایم که ويې نه وژني خو تر حیواناتو به زیات ورسره بد چلند وکړي، په سپکه به ورته ګوري او په هر ځای کې به يې رټي. نو دین له چا لرې کول یا څوک په بې دینۍ تورن کول په دغه ټولنه کې ستر شرم او پېغور دی.

ویلای شو چې ښايي کوم کار په عربي ټولنه کې شرم وي، په افغاني کې نه وي او چې په امریکایي ټولنه کې نه وي په افغاني کې وي. ځکه نو قانون پوهانو د تهمت، تور او بدنامۍ لپاره کوم داسې ځانګړی تعریف نه دی کړی چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې تطبیق شي. خو بالعموم يې ویلي چې په هره ټولنه کې تور، تهمت، بدنامي، شرم او پيغور جلا جلا وي، په امریکا کې دیني احکامو ته سپکاوی دومره شرم نه بلل کیږي، خو په افغانستان کې بیا دا ستر جرم بلل کیږي. په اروپا کې انجلۍ له یو نارینه هلک سره تر واده مخکې اړیکې پالي؛ خو په افغانستان کې بیا تر واده وړاندې اړیکې پالل مرګ ته ځان ورکول دي.

که يې لنډه ووایو چې په افغاني ټولنه کې پر یو چا پسې داسې څه لیکل چې ښيي نوموړی بې دینه دی یا داسې څه چې د هغه کس حیثیت ته زیان رسوي، جرم حسابیږي.
داسې لیکل چې تهمت حساب شي، قانون پوهانو ورته ۴ شرطونه ايښي، لومړی دا چې کوم کس د چا په اړه څه لیکلي وي باید دروغ وي، په لیکلي بڼه وي، توهین آمیزه او بدنامي ترې له ورایه څرګندیږي او خپاره شوي وي.

که دغه پورته ۴ شرطونه په یوې لیکنې او یا هم خبر یا بل څه کې کې پوره شول نو مدعي (په کوم کس چې تور پورې شوی) کولای شي، عدلي ارګانونو ته ولاړ شي او چا چې دغه څه لیکلي پر خلاف يې دعوه وکړي.

لومړی: ناسم او غلط لیکل

ستر هندی قانون پوه رتنلال وايي چې تهمت ته هله تهمت ویل کیدایشي چې ناسم او غلط وي، داسې ناسم چې لیکونکی ونشي کولای سم یې ثابت کړي. مثال په ډول ارګ وايي چې فرانس پریس خبري اژانس د رولا غني خبرې «تحریف» کړي او انګلیسي ژباړه یې له فرانسوي ژباړې سره «ټکر» لري. قانونونه په دې اړه وايي چې ارګ دې دا تېروتنه ثابته کړي چې د فرانس پریس څخه شوې او د رولا د وینا انګلیسي وینا دې ناسمه ثابته کړي. ثابتېدای څنګه شي چې په محکمه کې په فرانس پریس دعوه وکړي چې د دوی وینا یې غلطه ژباړلې او د دغې غلطې ژباړې له امله د دوی حیثیت او اعتبار ته زیان رسېدلی، رولا دا ویلي فرانس پریس په انګلیسي کې داسې تحریف کړی او داسې یې لیکلي.

دا چې ارګ دغه کار نه دی کړی او نه یې کوي، معلومه ده چې فرانس پریس انګلیسي ژباړه سمه کړې او ارګ ته یې څه نه دي پريښي چې په فرانس پریس په محکمه کې دعوه دایره کړی.

که بالفرض فرانس پریس دغه کار قصداً کړی وې او د رولاغني خبرې یې تحریف کړې وي، څه فکر کوئ، رولا او نور به چوپ پاتې شوي وای؟!

دوهم: لیکلې بڼه/ دایمي

قانونونه وايي چې تهمت/بدنامي/سپکاوي پر ضد سړی هله دعوه کولای شي چې مدعي علیه دغه کار لیکلی وي، نشر کړی یې وي او دایمي وي. مثلا تلویزون، ورځپاڼې او وېبپاڼو کې کارونه دایمي وي. چې یو ځل یو څه خپاره شول، تر نورو ورسېدل، بیا ترې منکریدل ستونزمنه ده؛ ځکه هغه څه چې لیکل شوي نه وي دومره اثر نه لري خو چې یو ځل ولیکل شول دا تر هسې وینا ډير اغېز لري.
فرانس پریس خبري اژانس د رولا غني خبرې هم په لیکنیزې او هم په غږیزې بڼې خپرې کړې، فرانس پریس اوس له خپلو خپرونو نشي منکریدلی، ځکه نشر شوي، لیکنیزه او غږیزه بڼه لري، تر خلکو رسېدلي او په مقابل کې یې غبرګونونه پاریدلي.

که د رولا خبرې تحریف شوې وای، نو نوموړې به د فرانس پریس خبري اژانس پر ضد محکمه کې دعوه کړې وای چې په لیکلي بڼه یې د نوموړې وینا تحریف کړې د نوموړې حیثیت ته یې زیان رسولی او نوموړې د خپل حیثیت د اعادې غوښتنه کوي. خو د ارګ په اعلامیه کې دا نه دي ذکر شوي، ځکه فرانس پریس څه نه دي تحریف کړي، هغوی د رولا خبرې هغسې څنګه یې چې ویلي نقل کړي ځکه نو ارګ پرې نه محکمه کې عریضه کوي او نه فرانس پریس بخښنه غواړي.

درېیم: توهین امیزه/ سپکوونکې

که څوک په عامه لهجه چې سپکه او توهینوونکې نه وي چا ته څه ووايي سپکاوی او افترا نه بلل کیږي. قانون وايي چې لیکلی شی په داسې الفاظو لیکل شوې وي چې د مقابل کس حیثیت، تجارت، دندې ته زیان رسوي او په چم ګاونډ کې یې سپکوي.

فرانس پریس چې د رولا د خولې خبرې «تحریف» کړي، د رولا حیثیت ته يې سخت زیان رسولی او په هېواد کې یې پر مقابل کې غبرګونونه راپاریدلي، یعنی په چم ګاونډ کې یې نوموړې سپکه کړې نو رولا حق لري چې د خپل حیثیت د اعادې لپاره په فرانس پریس دعوه وکړي، هم فرانس پریس بخښنې ته مجبور کړي او هم ترې نقدي تاوان واخلي.

خو رولا دغه کار نه کوي، ارګ هم په خپله اعلامیه کې دا نه یادوي؛ ځکه هم رولا له قانونه خبره ده او هم ارګ. که خبرې تحریف شوې وای څه فکر کوئ، ارګ به همداسې ګونګه اعلامیه راویستې وای؟! ارګ به همدومره ویلي وای چې انګلیسي متن له فرانسوي متن سره په ټکر کې دی او بس! او که به يې فرانس پریس تر محکمې کاږه؟!

څلورم: عام او خپاره شوي وي

که یو څه ناسم خپاره شوي نه وي، بلکې له یو کس یا ۲ کسانو سره وي او عام خلک پرې خبر نه وي، تهمت نشي بلل کیدای. د کتبي تهمت لپاره قانون پوهان بل شرط دا ږدي چې خپور شوې به وي او تر هر عام و خاص به رسېدلی وي. مثلا د فرانس پریس اژانس خبر که تحریف شوی وی او فرانس پریس نشر ته نه وی سپارلی نو دا تهمت نشو بلل کیدای. دا چې اوس یې نشر کړی، تر هر عام و خاصه رسېدلی، د رولا غني حیثیت يې په ټولنه کې سپک کړی دی، نو دغه خپرول جرم کیدای شي.

خو ارګ او رولا غني ولې د خپل حیثیت اعاده نه کوي ولې په فرانس پريس خبري اژانس دعوه نه کوي خبره تر لمر روښانه ده چې کاسې لاندې نیمه کاسه شته!

که د رولا خبرې تحریف شوې وای نو د فرانس پریس خبري اژانس به یې سپيناوی غوښتی وی، فرانس پریس به یې بخښنې غوښتلو ته مجبور کړی وی، فرانس پریس څخه به یې تاوان اخېستی وی، د محکمې پر زور به یې د خپل حیثیت اعاده کړې وې.

خو فرانس پریس ريښتیا لیکلي ځکه یې رولاغني پر ضد د دعوې حق نه لري خو همدا فرانس پریس اوس کولای شي چې پر رولا دعوه وکړي چې ولې یې دوی پر تحریف تورن کړي او بیا يې رولا پر بخښنې غوښتنې او هم د زیات تاوان په ورکولو مجبوره کړې وی.

اوس د قانون له مخې رولاغني او ارګ ګیر دي، ځکه دوی فرانس پریس پر غلطې ژباړې تورن کړی دی او که یې خپله خبره په ثبوت ونه رسوله، نو فرانس پریس خبري اژانس ته به مړې سترګې ولاړ وي او بخښنه به ترې غواړي.

خو، فرانس پریس ولې پر دوی ادعا نه کوي؟

ځکه چې ارګ په اعلامیه کې د هېڅ رسنۍ نوم نه دی یاد کړی. هسې عامه خبره یې کړې چې د رولا غني خبرې «تحریف» شوی بس. پر هېڅ رسنۍ تور نه دی پورې شوی.

د ارګ له اعلامیې ښکاري چې هڅه شوې تر څو په افغانستان کې د آغلې رولا غني پر ضد راپارېدلي احساسات یو څه ساړه کړي.

پای

About the author

اکرام الدین کامل د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې پر لوړو زده کړو بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x