خبرونهنړۍ

اردوګان: هغې غونډې ته نه ورځم چې سیسي په کې ګډونوال وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوګان» وايي چې د ملګرو ملتونو په هغې غونډه کې يې د ګډون بلنه رد کړې چې ټاکل شوې عبدالفتاح سیسي به یې له ګډونوالو څخه وي.

ښاغلي اردوګان د مصر ولسمشر «غیر قانوني ولسمشر» بللی او زیاته کړې يې ده چې د ملګرو ملتونو لخوا د یو شمیر ولسمشرانو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو څرنګه چې عبدالفتاح سیسي هم د غونډې له ګډونوالو څخه و، بلنه یې رد کړه.

ښاغلي اردوګان چې د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت یې د استانبول په یو پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته وینا کوله، وویل:

«له دغه سړي (عبدالفتاح سیسي) سره په یو میز زما کښیناستل نوموړي ته د مشروعیت ورکولو په معنی دي».

ترکي ولسمشر همدا راز د خپلې وینا په ترڅ کې په لویدیځوالو رسنیو هم نیوکه وکړه چې کړنې یې «دوه ګونې» دي، او ویې ویل:

«پر غزې د اسراییلو په برید کې ۱۶ تنه خبریالان ووژل شول، خو لویدیځوالو او نړیوالو رسنیو هیڅ غږ پورته نه کړ، که چیرې دا پیښه په ترکیه کې رامینځته شوې وای بیا به مو لیدلي وای چې راپورونو یې ټوله دنیا په سر اخیسته او که نه».

ښاغلي اردوګان د مصر په موضوع کې لویديځې رسنۍ پړې وبللې او زیاته یې کړه چې د منتخب ولسمشر «محمد مرسي» پر خلاف یې د پوځي کودتا په اړه هیڅ ونه ویل، او په وینا یې د دې کار لامل دا و چې مرسي د لویدیځوالو په مزاج برابر نه و.

دا لومړی ځل نه دی چې ترکي ولسمشر د مصر د پوځي واکمن په اړه توندې څرګندونې کوي، د روان کال د سپتمبر په میاشت کې ښاغلي اردوګان په ملګرو ملتونو نیوکه کړې وه چې ولې يې عبدالفتاح سیسي ته د دې سازمان په کنفرانس کې د وینا فرصت ورکړی و.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان په مصر کې د عبدالفتاح سیسي په مشرۍ د پوځي کودتا سخت مخالف ګڼل کیږي او وخت په وخت یې نوموړی «غیر قانوني» ولسمشر بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x