افغانستان

«ټول کال بې کارۍ سخت وځپلو»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه،۱۳۹۳ل): عام وګړي په داسې حال کې د کار له نشتوالي سر ټکوي، چې د ګډ حکومت د پیل دویمه میاشت روانه ده.

تر دې وړاندې اوږدو ټاکنیزو ناندریو د افغانستان اقتصاد او کاري ساحې ته سخته ضربه ورکړه، چې د ماليې وزارت د مسوولینو له قوله د ټاکنیزو ناندریو په شپږو میاشتوکې د هېواد ملي بودیجه شپږ ملیارده ډالره تاواني شوي ده، چې پوره کول به يې خورا ستونزمن وي.

د هېواد په لرو پرتو ولایتونو سربېره په مرکز کابل کې هم ځوانان د کار له نشتوالي سر ټکوي او د ځینو په خبره بې کاري د ګڼو ټولنیزو ستونزو جرړه هم ګڼل کېدای شي.

د کابل ښار په ګڼو څلور لارو کې د کار په لټه ځوانان ډېر تر سترګو کېږي، دوی وايي چې ځينې يې د رسمي دندو وړتیاوي هم لري خو له بې کارۍ نه ورځنۍ «روزاني»کارونو ته مخه کوي.

سمیع الله د کابل ښار اسمايي واټ ته څېرمه په څلورلارې کې د کار په تمه ولاړ دی، هغه وايي چې کابل ته له غزني د کار په تمه راغلی، سره له دې چې د غزني دارلمعلمین يې پای ته رسولی.

هغه وايي: «حکومت کې کار نشته، وايي ترڅو چې کابینه نه وي اعلان شوې کارونه نشته، له حمله تر اوسه بس په روزانه ګوزاره کوم.»

په څلور لارو کې ډېری هغه ځوانان تر سترګو کېږي چې زده کړي يې بشپړې کړې نه وي او د دفتري کارونو وړتیا نه لري.

مګر سمیع الله په دې ټینګار کوي چې په دري او انګلیسي ژبو هم ښه پوهېږي، هغه وايي چې که نور هیڅ نه وي، يو ښه ښوونکی کېدای شي.

نوموړی وايي: «معلمي خو هر څوک کولای شي، خو اوس هغه هم په واسطو او اړیکو کېږي، په کلي کې مو مکتب نشته او په نورو ځایو کې بیا شناخت ته ضرورت دی.»

په همدې څلور لارې کې د بامیانو ولایت یو بل تن اوسېدونکی هم ورته خبره  کوي هغه دلته د کار په تمه نه دی راغلی، بلکې ځينې ځوانان د کار لپاره کورته ورسره وړي.

هغه وايي: «ما پخپله تر دویم وار ټاکنو وړاندې په سرحداتو وزارت کې یو بست ته نوم ثبت کړی دی، خو چې تر څو کابینه نه وي اعلان شوې ازموینه نه رانه اخلي.»

سید علي وايي چې په سرحداتو وزارت کې تر سلو ډېر بېلابېل بستونه اعلان شوي وو، چې تر دویم وار ټاکنو وړاندې ورته ګڼو ځوانانو خپل نومونه ثبت کړي دي، خو تر اوسه يې د ازموینې درک نشته.

که څه هم د ګډ حکومت مشر اشرف غني پخپلو ټاکنیزو تبلیغاتو کې پر دې ټینګار کاوه، چې نوموړی به د اهلیت او وړتیا له مخې کارونه ویشي، خو پخپله نږدې دوه میاشتنۍ دوره کې يې تر اوسه کابینه نه ده اعلان کړې، چې د ګڼو ستونزو حل ورپورې تړلی ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د بې کاري له امله راپیدا شوي فقر دومره پراختیا پیدا کړه چې ځينو خلکو خپل اولادونه د لوږې له امله وپلورل.

د ګډ حکومت له پیله نږدې دوه میاشتې تېرېږي خو د حکومت تر اعلان وړاندې هم د شپږو میاشتو اړتیاوې، ستونزې او مشکلات هم د دې حکومت پر مشرانو ور اچول کېږي.

د ټولنیزو چارو د ماهرینو په نظر د بې کارۍ له امله پر نورو ګنو ستونزو سربېره ګڼ ټولنیز اخلاقي فسادونه هم را پيدا کېږي چې په وړاندې يې بیا د حکومت چارواکي هم بې وسه وي.

یاده دې وي د نوي حکومت لپاره ټاکنې د نړۍ په سطحه اوږدې ټاکنې بلل کېږي چې په شپږ میاشتې کې پر ملي اقتصاد سربېره وګړنۍ مالي سرچینې هم سخت زیانمنې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x