
ارګ ، خو خبره نوره هم ورانه کړه!!
موسی فرهاد
وړمه ورځ ارګ میشتو وظیفه دارانو د یوې مبهمي رسمي بیانیې په خپرولو سره هڅه وکړه چې د میډیا په مټ د نامسلماني لومړۍ میرمني رولاغني هغه اسلام ضد خبري توجیه کړي چې څو ورځي وړاندي یې د فرانسې له خبري ادارې (فرانس پریس) سره په مرکه کې کړي وي . نوموړې پخپله مرکه کې ویلي ؤو چې د فرانسې د هغه قانون چې پر اسلامي حجاب یې بندیز لګولی ؛ بشپړ ملاتړ کوي . په حجاب کې خو ښځه ړنده غوندي ښکاري ، زه ښځو ته وایم چې تر حجاب دې تعلیم اړین وبولي ، د حجاب بندیز باید دوی اړي نکړي چې زدکړي پریږدي . عیسوۍ رولا چې لا له مخکي یې هم د ځان او خپل خاوند اشرف غني په وړاندي د افغانانو بدګماني ځان ته جلب کړي ؛ په دې اسلام ضد خبرو یې نور هم د ملت عقاید مجروح کړل او په دې توګه یې د افغانانانو ردعمل ته لاره هواره کړه. په ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس یې یوه نمونه ده . د افغانانو تاریخ دی چې د خپلو ایماني معتقداتو په وړاندي ګستاخي هیڅکله نشي زغملی . د آمان الله خان او بیا وروسته د ابتدائي کمونیستانو کړني یې نژدې بیلګي دي .
د دغه شان نازک حالت او سختي ویري په درک کولو سره ارګ میشتو وګړو بیانیه خپره کړه ترڅو د لومړۍ میرمني پر ناسمو خبرو باندي پرده واچوي او په دې توګه د مسلمان ملت د راپاریدلو مخنیوی وکړي . زه فکر کوم چې دغي بیانیې پرځای د دې چې خبره تصحیح کړي ؛ نوره یې هم ورانه کړه . دا ځکه چې د رولاغنی خبري کول حقیقت دی . او له یو ډېر مهم آژانس سره یې کړي دي چې ټوله دنیا یې کتلی ، لیدلی ، ویلای او په ټولو ژبو یې اړولی شي . په دې کې هیڅ شک نشته . آژانس هم پر دې خبرو اعتراف لري چې وایی په ژباړه کې یې هیڅ ډول لاسوهنه نه ده سوي . او نه تراوسه نامسلماني رولا د خپلوخبرو تردید کړی دی . بل داچې تراوسه پوري پر انټرنیټ پاڼو د دې مرکي متن په هره ژبه پروت دی . هم اصلي مرکه چې په فرانسوي شوي ، او هم یې په نورو ژبو کې ژباړي موجودي دي .
دې ټولو خبرو ته په کتو سره د ارګ په رسمي بیان کې چې ډیري ناڅرګندي جملي یې کارولي ؛ د دې ټکي هیڅ وضاحت نه دی شوی چې که واقعاً رولا بی بی ګلي دا ډول خبري کړي نه وي ؛ نو څه یې ویلي دي ، هغه ټکي خو یې باید را اخیستی وای چي خلکو ته څرګند او په حقیقت خبر شي . خو دوی ورته هیڅ اشاره نه ده کړي ، یوازي دومره ویل شوي چې د میرمني خبري ناسمي تعبیر سوي دي . له فرانسوي نه يې په انګریزي کې د ژباړي پرمهال لاسوهنه او تیروتنه شوي ده . ګویا د فرانسي معتبر آژانس د دې خبري په بل ډول اړولي دي .
په هر صورت اوس خبره دا ده چې د ارګ د توضیحیي اعلامیې له خپریدلو نه څرګندیږي چې ارګ یعنی د کابل ادارې هم د موضوع حساسیت ښه درک کړی . چې دا ډول خبري د قرآنکریم له صریح حکم سره په ټکر کې دي . دا څه وړه فرعي او اختلافي مسئله نه ده چې د ارګ لومړۍ میرمني په دومره جرأت سره پیل ورباندي وکړ او افغانانو او نړۍ ته یې دا وښوده چې د ښځو د حقوقو تر عنوان لاندي ، د اسلام د دین په وړاندي مبارزه د لومړۍ میرمني لومړنۍ دنده ده . نو که چیري د ارګ تبصره رښتیا وي ؛ نو بیا دې هغه واقعیت واضح کړي او یا دې میرمنه پخپله دا خبره تردید کړي . او که رښتیا نه وي صرف د هغي پر خطرناکو خبرو باندي پرده اچول وي . بلکه خبره هغسی وي لکه څنګه چې یې کړي ده ، نو بیا په دې صورت کې د کابل اداره دې ته څه موقف نیسی ، آیا هغه به تائیدوي ، ځکه چې دا خو هم د څه عام وګړي خبري نه دي بلکي د یو هیواد د لومړۍ میرمني چې له رئیس جمهور نه وروسته دویم رسمي مقام لري ؛ خبري دي او دا د دې شخصي خبري نه ګڼلي کیږي بلکي د یو هیواد رسمي موقف او عقیده څرګنده وي . د ارګ بیانیې دا هم ثابته کړه چې د هغې خبري د حکومت خبري دي چې وضاحت ، تردید او تائید یې هم ارګ د ځان خپله وظیفه ګڼي . نو په داسي یو حالت کې بیا مانا دا شوه چې د افغانستان حکومت رسماً داسي یو قانون تائید کړ چې څرګند کفر دی او د قرآن له حکم سره سل په سل کې په تصادم کې دی .
زه ګمان کوم چې د ارګ دې وروستۍ سیاسي میډیايی هڅي نه یوازي داچې د نا مسلماني رولا میرمني خبري یې سمي نکړي ، بلکي نوره یې هم خبره ورانه کړه او د کابل رژیم یې په یو لوی ازمویښت کې واچاوه. چې اوس به نو د کابل بی واکه چارواکي د مسلمان افغان ملت په وړاندي ، پرخپلو وروستیو اسلام ضد شعوري کړنو باندي پرده اچوي او که به نور هم دغي لړۍ ته علني دوام ورکوي !؟
او وروره اشرف او اسلام ډیره لری خبره ده- زه وایم قسم په خدای چه داکتر عبد الله ترینه بهتر وو ـ ځکه هفه که هر ځّه وو خو داسلام خو داسی شکاره دوشمن نه وو- نه یی شځه داسی خبری کوی نه داسی لوڅ سر ګرځی – خو هفه پشتنو یوه تاریخی اشتباه وکړه چه دغه سړی ته یی رایه ورکړه او داسی یو بی بندوباره شځّه یی ده.
بی بند و باره نده قصدا داسی کوی چې اسلام ته تاوان ورسوی او خلګ د اسلام څخه واړوی خلګ د دین څخه لیری کړی هر څونده چې خلګ د دین څخه لیری کیږی هغونده د کافرانو غلبه زیادیږی او دا کرغیړنه دموکراسی پر تپل کیږی د دغه کار لپاره یې دا ناولي د قدرت سرته ورسول مګر دا ارمان به یې پوره نسی ان شاء الله العزیز
د ټالیب تر اسلام څخه د اشرف غنی سیکولری یو لک زره چنده شرافت لری
نه انسانان حلالوی
نه د دین رنګ بدوی
نه له دینه خلک متنفر کوی
نه کیبل او بیاطی ګرځوی
نه مجوسی ډوله مشرک دی
نه دپاکستان یا کوم بل هیواد غلام دی
نه یی یو مچ بی ځایه ازار کړی
ای د تور لینګی غلامانو خپل اولس مه سپکوی
د نبی کریم ص سیرت زده کړی
تر څو به جاهل او له دینه بی خبره اوسی
Malim
ستارقم انسان د د ین دښمن حلالول خوند کوی
تاغوندی مرتد وژل خوند کوی
ته اوباما او بوش ته لیکوالی کوی
تا غوندی خلک ډبول سمول خوند کوی
همدا تا غوندی خلک د مسلمان اولس د بفا دښمنان دی
ته اسلام ختموی له مخکی ستا ختمول خوند کوی
د نن ټکی چلونکو څخه هیله لرم ، دغه معلم په نوم ( چه متعلم هم نه دی ) که له دی پاڼی بند کړی ښه به وی تل له اخیټی اخته وی که څوک په د ده په دی کاواکو معاش ورکو هغوی هم کم عقل دی