نظــر

د جګړن هولوای اصلي قاتل څوک و؟

About the author

«روبین بسټ» یو برتانوي لیکوال دی، چې د «جګړه بس کړئ» په نامه د یو سیاسي ګوند غړیتوب هم لري. دا ګوند د سپتمبر له پیښو ۱۰ وروسته په دې موخه تاسیس شو چې د برتانیې حکومت له امریکا سره د افغانستان په جګړه کې له همکارۍ منع کړي. دا ګوند په دې باور دی چې د تروریزم تر نامه لاندې په افغانستان کې پیل شوی جنګ غیر قانوني او مشروعیت نه لري. د لندن په زړه کې د افغانستان د جګړې پر خلاف د همدې ګوند په رهبرۍ سترې مظاهرې رهبري شوي چې ویل کیږي د برتانیې په تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي. «روبین بسټ» چې د دغه ګوند یو مخکښ غړی دی، د افغانستان په باب یې ګڼې مقالې او لیکنې کړي دي، په دې وروستیو کې یې د « د جګړن هولوای اصلي قاتل څوک و؟» تر سرلیک لاندې یوه تازه مقاله خپره شوې چې ژباړه یې لاندې لوستلی شئ.

ژباړه: سعادت شفق

برتانوي عسكر (جګړن ریچارډ هولوای) د ۲۰۱۳ کال د ډیسمبر په ۲۳ تاریخ کابل ته څیرمه د ګزمې په حال کې ووژل شو. نوموړی چا وواژه؟ لنډ ځواب یې دا دی چې: هغه چا نه دی وژلی چې معمولا د خلکو ذهن ته ورځي.

که څه هم پوځ راپور ورکړ چې جګړن هالوای د کابل په ختیځ کې د یو لړ عملیاتو پر مهال د دښمن په ډزو ووژل شو، خو نوموړی نه طالبانو وژلی او نه د افغانانو کوم بل ځواک وژلی څوک چې له تیرو ۱۲ کالو راهیسې د امریکا او ایتلافي هیوادونو د اشغال پر وړاندې مقاومت کوي.

همدا راز نوموړی د هغو بریدونو په نتیجه کې هم نه دی وژل شوی چې «زرغون په آبي بریدونه» بلل کیږي، په کومو کې چې بهرنیو سرتیري د افغان ځواکونو په لیکو کې د نفوذي جنګیالیو لخوا وژل کیږي.

جګړن هولوای د مخدره موادو د هغو سترو قاچاقبرو لخوا هم نه دی وژل شوی چې د افغان حکومت اصلي واک د هغوی په لاس کې دی. هغه جنګسالاران چې د مخدره موادو پر تولید واکمن دي ښايي یو وخت یې د یرغلګرو ځواکونو د وژلو نیتونه او ارادې درلودلې وي، البته هغه وخت چې دغو ځواکونو د مخدره موادو قاچاق ته ګواښ جوړ کړی وي. خو څرنګه چې CIA د مخدره موادو قاچاقبرانو او جنګسالارانو ته عملا پیسې ورکوي تر څو د دوی د هیواد په اشغال کې ورسره مرسته وکړي، چې په دې لړ کې د مخدره موادو ستر کاروباري (احمد ولي کرزي) ته د نغدو پیسو هغه لاسي بکس د یادونې وړ دی چې له وژنې مخکې د CIA لخوا ورکړل شو، نو ویلی شو چې افغان جنګسالاران او د مخدره موادو قاچاقبران هم د جګړن هولوای د وژنې مسوول نه دي.

دغه راز نوموړی د هغو ۱۱ تنکیو ماشومانو د خپلوانو لخوا د انتقام له مخې هم نه دی وژل شوی چې د اپریل په ۷ تاریخ د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې په قتل رسیدلي.

نو بیا برتانوي عسکر جګړن ریچارډ هولوای چا وواژه؟

په حقیقت کې د جګړن هولوای له وژنې څو ورځې وړاندې (ډیلي اکسپریس) ورځپاڼې د نوموړي قاتل په ګوته کړی و. که څه هم دا ورځپاڼه د برتانوي حکومت ملاتړې ورځپاڼه بلل کیږي، خو یوه سرمقاله یې د «په یو ځلي یې راوباسئ او کور ته یې راولئ» تر سرلیک لاندې خپره کړې وه او د نوموړي قاتل ته یې په ضمني ډول داسې اشاره کړې وه:

«د کوکنارو کرهڼه په اوج کې ده، نجونې لا هم په ډاډمنه فضا کې ښوونځي ته نه شي تللی، حکومت په فساد او توکمي شخړو ککړ دی، او په عین وخت کې طالبان دې ته انتظار باسي چې څنګه مونږ واوځو او دوی یو ځل بیا واک ترلاسه کړي. دا به ډیره ستونزمنه وي چې ادعا وکړو چې په افغانستان کې برتانیوي عسکرو د پام وړ او پرځای قرباني ورکړې ده».

ایکسپریس ورځپانې لیکلي و چې ټول برتانوي عسکر باید همدا اوس له افغانستان څخه واوځي، خو زیاته کړې یې وه چې «باور لري دا ورځ به نږدې نه وي».

که برتانوي حکومت هغه مهال دا مشوره منلې وای، نو جګړن هولوای به د وژل کیدو په ورځ په ګزمه نه وای وتلی.

ښه نو د هغه د وژنې مسولیت د چا په غاړه دی؟ هغه څوک و چې دا او ۱۰ زره نور برتانوي عسکر یې په یوې داسې بې معنی او ناکامه جګړه کې وجنګول چې له کلونو راهیسې یې پایله خورا څرګنده وه؟. هولوای ۴۴۷ یم عسکر و چې په داسې جګړه کې قرباني کیږي چې ادعا کیږی موخه یې ازادي، دیمکراسي، بشري حقوق، د افغان ښځو ازادي او د مخدره موادو د قاچاق مخنیوی دی. هغه څوک دی چې په لسګونو بیلیونه پونډه په دغسې یو احمقانه ماموریت مصرفوي کوم چې د قتلونو او ویجاړۍ پرته بله ګټه نه ده درلودلې؟

په دې کې شک نه شته چې پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر او ګورډن براون لا له وړاندې دا مسولیت په غاړه لري، خو نن ورځ د جګړن هولوای خون د ډیویډ کامیرون په غاړه دی. خو د نوموړي د هغې وینا څخه چې د جګړن هولوای د مړینې نه یوه اونۍ وړاندې يې کړې داسې بریښي چې ډیویډ کامیرون دغه وژنه د ویاړ او افتخار ځای بولي.

«زمونږ ماموریت د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره دی ترڅو دا هیواد بیا د ترویزم په پټنځای بدل نه شي. دا زمونږ ماموریت دی، دا زمونږ ماموریت و، او زه فکر کوم چې مونږ به همدا هدف ترلاسه کړو، دا به زمونږ د ځواکونو لپاره د ډیر افتخار ځای وي».

په داسې حال کې چې په تیرو ۱۲ کالو کې د جګړمارو چارواکو هیڅ هدف نه دی ترلاسه شوی، د ډیویډ کامیرون دا خبره چې «هدف ترلاسه کوو» خورا د تمسخر وړ ده.

یو برتانوي لیکوال او ژورنالیست (سوماس میلن) وايي:

«د ډیویډ کامیرون هغه ادعا چې برتانوي پوځیان به په داسې حال کې خپل هیواد ته راګرځي چې هدف به یې ترلاسه کړی وي، د سیاستوالو په دروغو کې ساری نه لري».

میلن د ډیویډ کامیرون هغه څرګندونې ډیرې بې ارزښته ګڼي چې ګواکې د افغانستان په جګړه کې تروریزم ماتې خوړلې او برتانیه نوره د تروریستي بریدونو څخه ژغورل شوې.

په یوه بې هدفه جګړه کې د جګړن هولوای او د ۴۴۷ نورو عسکرو خون د هغو سیاستوالو په غاړه دی چا چې افغانستان ته د جګړې لپاره لیږلي. زمونږ سیاسي رهبرانو پرته له دې چې سوچ وکړی چې ایا د تروریزم په نامه پیل شوې جګړې کې زمونږ په همکارۍ کومه ملي ګټه مرتبه ده او که نه، په غلامانه ډول یې د امریکا د بهرنۍ پالیسي متابعت وکړ.

په داسې حال کې چې افغانستان د نړۍ یو له بې وزله او غریبو هیوادونو څخه دی او برتانیې ته په هیڅ ډول خطر نه تشکیلوي؛ دغه هیواد ته د قتل او کشتار لپاره د عسکرو لیږل په هیڅ ډول نه شي توجیه کیدای.

دا پوښتنه باید مطرح شي، په داسې حال کې چې په کره دلایلو ثابته ده چې جګړه بایلل شوې، ولې ډیویډ کامیرون لا هم دغه مصیبت باره جګړه توجیه کوي؟

یو ځواب یې دا دی چې په ۲۰۰۱ کال کې ګڼ شمیر خلک په افغانستان کې د جګړې مخالف وو او د ناوړه پایلو توقع یې کوله، نو د خلکو له انتقادونو څخه د ځان ساتنې په موخه دا جګړه ګټلې بولي، حال دا چې په دې جګړه کې نه یوازې سلګونه برتانوي او زرګونه نور استعماري عسکر وژل شوي بلکې په لسګونه زره ملکي افغانانو هم پرته له کومې فایدې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دلته پوښتنه راولاړیږي چې د هغو درنو لګښتونو او بې اندازې زیاتو پیسو فایده څه شوه چې امریکا او ایتلافي هیوادونو د افغانستان په جګړه کې مصرف کړي؟ ځینې احصائیې ښيي چې تر دې مهاله تریلیونونه ډالره مصرف شوي، په داسې حال کې چې نړۍ له نیمې پیړۍ راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده او زمونږ سیاسي واکمن ټینګار کوي چې په ټولنه کې د بې وزلو او غریبو د ژوند د ښه کولو لپاره لازمه پالنه او امکانات نشته.

نن ورځ په افغانستان کې د روانې جګړې یوازینی هدف د وتلو یوه داسې ابرومندانه لار پیدا کول دي چې په مټ یې جګړه پلوي چارواکي د «کامیابۍ» دعوه وکړي، او له یو داسې هیواد څخه پښې سپکې کړي چې د همدوی د جګړییزو اهدافو له کبله وران او ویجاړ شو.

جګړن هولوای فقط او فقط د همدې هدف لپاره ووژل شو. ډیویډ کامیرون به د معمول له مخې پارلمان ته د هغو برتانوي عسکرو چې له هیواده بهر په جګړه کې وژل شوي په لړ کې د جګړن هولوای نوم هم ذکر کړي. که ډیویډ کامیرون د ذرې هومره صداقت ولري باید هماغه وخت دا اعلان هم وکړي چې د ډیلي اکسپریس مشوره مني او ټول برتانوي عسکر فورا او بې له ځنډه د افغانستان څخه راباسي.

که داسې ونه کړي، نو د جګړن هولوای د وینو په څیر به د ډیویډ کامیرون لاسونه د هر هغه برتانوي عسکر په وینو لړلي وي چې له اوس څخه نیولې بیا د نهايي را ایستنې تر وخت پورې په افغانستان کې وژل کیږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

خو که هر څنګه کیږي، نور باید د دې کرغیړنې جګړې له سیاسي ذمه دارانو سره حساب او کتاب وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x