نړۍ

خيبر ايجنسۍ کې غبرګو چاودنو د اربکيانو مشر او پوځيان وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه،۱۳۹۳ل): د خيبر ايجنسۍ لنډيکوتل ذخه خېلو بازار کې د امن لښکر «اربکيانو» پر يو مشر چاودنه وشوه، چې دوه پوځيان او د اربکيانو يو مشر په کې ووژل شول.

له پېښې وروسته سيمه کې وېره او ترهه خپره شوه او ځايي خلکو د پېښې له ځايه روغتون ته د قربانيانو د لېږدولو هڅې پيل کړې، چې امنيتي عسکر راورسيدل او دغه مهال يوه بله چاودنه وشوه.
راپورونه وايي، چې د دوهمې چاودنې له امله دوه پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د خيبر ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې مخالفينو د سرک پر غاړې دوه مايانونه ځای پر ځای کړي وو او د خپل هدف د رارسيدو پر مهال يې چاودنه ورکړه.
چارواکي وايي، چې له پېښې وروسته يې سيمه کې د شکمنو وسله والو پر ضد پلټنه پيل کړې او تر اوسه يې لس شکمن کسان نيولي دي.

د پاکستان پوځ له تېرې روژې لږ وخت مخکې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني طالبانو او د هغوی د ملګرو پر ضد پوځي عمليات پيل کړي، چې له امله يې له يو ميليون زيات وزيرستانيان بې کوره شوي، چې ډیری يې افغانستان، بنو، ډېره اسماعيل خان، پېښور، خيبر ايجنسۍ او يو شمېر نورو سيمو ته کډه شوي دي.

د پاکستاني پوځ له قوله ګڼ شمېر مخالفين د شمالي وزيرستان د پوځي عملياتو له امله خيبر ايجنسۍ ته ورغلي او اوس يې هلته د مخالفينو پر ضد د «خيبرون» په نوم عمليات پيل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x