ډېرانیزم ـ اسد الله غضنفر

اسدالله غضنفر

په اکثرو کورونو کې له کوچنیانو غوښتل کېږي چې هغه وخت ډوډۍ وخوري چې لویان یې خوري. مشران ممکن غوره وبولي چې غرمنۍ په یوه بجه وخوري خو ماشوم په یولس بجو لا وږی وي. ماشوم ته ماښام خوب ورځي مګر مور یې ورته وایي ، مه ویده کېږه، صبر وکړه چې ډوډۍ تیاره شي. دی شاید دوه ساعته نور په نیم ویښ، نیم ویده حالت کې لوږه تېره کړي. کوچینی دوا ته اړتیا لري او په ژمي یې تودې جامې پکار وي. څرنګه چې د ودې په حال کې دی، بدن یې ګټور خواړه غواړي.دی له مور و پلاره خبرې غواړي او د محبت محتاج دی. ده ته که څه هم د خپلو ارزوګانو د بیانولو چل چندان نه ورځي خو ډېرې هیلې لري او یوه هیله یې دا ده چې داسې جامې واغوندي چې نور همځولي ورپورې ونه خاندي.

ماشوم د سین د څپو غوندې ستړیا نه پیژني او زړه یې غواړي چې ورځ یې په منډو او په حرکت کې تېره شي.زموږ مشران چې بې حوصلې وي، کوچینیان د خپلو چرګانو غوندې د کلي منځ ته، کوڅې ته او ډېران ته استوي.

زموږ کورنۍ د ماشومانو په زیاتولو کې هی بلا دي مګر د هغوی د اړتیاوو په پوره کولو کې یې ملا ماته ده. برعکس، د پرمختللیو ټولنو کورنۍ لږ ماشومان زېږوي خو ډېر پام یې د ماشوم د اړتیاوو پوره کولو او سمې روزنې ته وي. هغوی چې لږ ماشومان زېږوي یو لوی علت یې دا دی چې د ماشوم د جسمي، روحي، صحي او تربیتي غوښتنو په باره کې یې معلومات زیات دي او په دې پوهېږي چې ماشوم په ډېران نه لوېږي. هغوی له دې سره سره چې زموږ په نسبت خورا ښه ښوونځي لري، د ماشوم د سبقونو او ښوونځي چارو ته ډېر وخت ورکوي او موږ ان په تعلیم یافته کورنیو کې دې ته تیار نه یو چې له ماشوم سره په سبقونو کې مرسته وکړو.

لکه څنګه چې علمي تجربو ثابته کړې ده ، له ماشومانو سره خشونت د هغوی د راتلونکي ژوند د تباه کولو سبب کېږي.په تشدد کې رالوی شوي کسان د کور په مشرانو باندې بې باوره وي، له کوره بهر او په ټول ژوند کې ممکن په بل انسان باندې باور ونه کړي او په نتیجه کې د اجتماعي روابطو په لحاظ ډېر ناکام کسان شي.

دغسې ماشومان چې د حقارت او توهین ژور احساس ورسره وي، په ځان باندې تکیه کول، ابتکار کول او د ژوند له مشکلاتو سره کامیابه مقابله کول ورته سخته شي. هغوی ته چې په ماشومتوب کې ځان بې ارزښته معلوم شوی دی، په لوینې ډېر امکان شته چې له درسونو سره مینه ونه لري او په ژوند کې د ترقي جذبه پکې خورا کمزورې وي.

په ماشومتوب کې ځورول شويو ماشومانو ته په لوینې سخته ده چې خپل احساسات په قابو کې وساتي. دوی په لوینې ژر غصه کېږي، ژر مړاوي کېږي، ناکراره وي او ژر نهیلي کېږي. دوی شاید اعتیاد او د ځان د ختمولو نورو لارو ته په اسانۍ سره پناه یوسي. په افغانستان کې د معتادانو شمېر د نړۍ د معتادانو د متوسطې اندازې دوه برابره دی. په دې تباهي کې یوازې د کوکنارو د کاروباریانو لاس نه دی بلکې زموږ په کورنیو کې له ماشومانو سره د تریخ چلند او ډیرانیزم برخه هم د هېرېدو نه ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د