افغانستان

په کندهار کې دبهرنیو ځواکونو پر ضد پراخه مظاهره روانه ده

anti-American_protest_Kandahar_April_12_2010

له کندهار ولایت نه په ترلاسه شوي خبر کې راغلي  اوس مهال دکندهار دولایت مقام مخي ته په سلګونه تنه راټول شوي دبهرنیو ځواکونو او کابل ادارې دچارواکوپرضد شعارونه ورکوي
خبرزیاتوي په سلګونو تنو وروسته له هغه په لاریو ن او احتجاجي مظاهرو لاس پوري کړ چې تیره شپه دکندهار دژیړي ولسوالي دپاشمول دکلاچو په سیمه کې دبهرنیو ځواکونو اوکورنیو عسکرو لخوا درې تنه عام ملکي وګړی په ډزو وویشتل شول او په شهادت ورسیدل.

مظاهره چیان وايی چي دشپې لمخې خارجی عسکر او کورني پولیس ددوي په کورونو یرغل وروړ  او په ناتارو ډزو کې یې درې تنه عام وګړی شهیدان کړل
قهریدلو لاریونکوني شعارونه ورکوي او وايي چې ددې پیښې عاملین دي ونیول شوي او په سزا دي ورسیږی
تیره اوونۍ په کابل کې هم دبهرنیو ځواکونو او کابل ادراې دچارواکو پرضد  په کونړ کې دبهرنیو ځواکونو لخوا پر ملکي وګړو دوحشیانه بمبار په اعتراض کې پراخ لاریون ترسره شو
                                                                                                                    الاماره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x