افغانستان

د غور او بغلان د واليانو پر ضد لاريونونه وشول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه،۱۳۹۳ل): د غور او بغلان سلوګو خلکو د بېلا بېلو مظاهرو پر ترڅ د دغو ولايتونو د واليانو پر ضد لاريونونه وکړل او له مرکزي حکومته یې د دواړو واليانو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

نن سه شنبه له غرمې مخکې د غور ولايت سلګونو مظاهره چيانو د غور ولايت مرکز فېروز کوه کې د والي پر ضد شعارونه ورکول او ويناوالو ټينګار کاوه، چې دوی دا والي نه غواړي او بايد مرکزي حکومت یې ژر تر ژره لرې کړي.

د مظاهرې وينالو وويل، چې له دوو کالو راهيسې عبدالحی خطيبي د غور د والي په توګه کار کوي او له دوو کالو راهيسې د دغه ولايت امنيت ګډوډ شوی دی.

لاريونکوونکو د مدني ټولونې پر ضد هم شعارونه ورکول او دغه ټولنه يې د والي په همکارۍ او ملګرتيا تورنه کړه.

د مظاهرې ويناوالو وويل، چې والي، د ولايت لوړپوړي چارواکي او د مدني ټولنې غړي په ګډه د ولس حقونه خوري او دغه ټولنه هيڅکله د ولسي خلکو استازيتوب نه شي کولای.

د يو بل خبر له مخې د بغلان ولايت مرکز پلخمري کې هم سلګونو ولسي خلکو د والي سلطان محمد عبادي پر ضد لاريون وکړ او نوموړی يې د زورواکانو او غاصبينو ملګری وباله.

مظاهره چيانو د والي د لرې کولو غوښتنه کوله او ويل يې د بغلان ډېرې دولتي او غير دولتي ځمکې د زورواکانو له خوا غصب شوي او دی په ورته غلی ناست دی.

مظاهره چيانو تور ولګاوه، چې « سلطان عبادي له درې کالو راهيسې د بغلان والي دی، مګر يوازې او يوازې خپل خوبونه کوي او د ولس لپاره يې هيڅ نه دي او نه يې د زورواکانو او غاصبينو مخه نيولې ده.»

د بغلان والي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې د غور او بغلان په ګډون د هېواد ډېرو ولايتونو کې ولسي خلک د چارواکو له رويو سرونه ټکوي او تل يې مرکزي حکومت ته شکايتونه کړي دي.

ولسي خلک شکايت کوي، چې والي، ښاروال، د معارف ريس او محاکم د دوی عريضې نه مني او کارونه يې نه ورته کوي او د وړوکي کار په اړه هم ترې په لوړه کچه رشوتونه غواړي.

وړمه ورځ امريکايي ورځپاڼې «نيويارک ټايمز» په خپل څېړنيز راپور کې ليکلي و، چې د هېواد شمال او نورو سيمو کې ځايي خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل د طالبانو محاکمو ته وروړي او پر هغوی يې حل و فصل کوي.

نيويارک ټايمز د ځايي خلکو له قوله ليکلي و، چې دولتي قاضيان ترې د عادي قضيو په اړه هم په افغانيو او ډالرو رشوتونه غواړي او څوک يې چې نه لري، نو دکور څاروي، لکه غوا، ووزې او مېږې ترې غواړي او همدغه قضيه چې بيا د طالبانو قاضي ته وروړي، نو په ډېره لنډه موده کې يې ورته له هر ډول مصرف پر ته حل و فصل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x