نادري ناولده

۲۸ کلن سعودي ځوان چې ۴۰۰ کیلو وزن لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د سعودي اوسیدونکی محمد عبدالحمید الجاسم وزن تر ۴۰۰ کیلو گرامو پورې ورسید. نوموړی د ډیر وزن له امله خپل بستر څخه نه شي اوچتیدی. پر خپلو پښو تگ نور الجاسم لپاره یو خوب گرځیدلی.

الجاسم اوس د زیات وزن له امله روغتون ته درملنې لپاره هم نه شي تللی. د راپورونو پر بنسټ الجاسم د یوې غریبې کورنی څخه دی چې له ۵م ټولگی څخه وروسته يي خپل تعلیم ته ادامه ور نکړه.

د مکتب له پریښودو وروسته نوموړی کور کې پاتې شو چې د نوموړي د چاغوالی لامل وگرځید. تر اوسه د نوموړی وزن ۴۰۰ کیلو گرامو ته رسیدلی چې کیدی شي له دې هم زیات شي.

د زیات وزن له امله د نوموړي ژوند ډیر زیات متاثره شوی او گرځیدی هم نه شي. الجاسم کورنۍ هم یوه ډیره غریبه کورنۍ ده چې کور یي هم یوازې په ۴۰ متر مربع کې اباد دی.

د پیسو نه شتون له امله الجاسم و نشوای کړای کوم رسمي او مسلکي ورزش پیل کړي او همداسې پر خپل بستر پاتې شو چې د وزن لا زیاتوالي لامل شو.

د الجاسم په وینا پر خپلو پښو گرځیدل ورته یو خوب گرځیدلی چې کله به يي حالت بهتر شي او پر خپلو پښو به وگرځي.

الجاسم وايي: «الغدیر په نوم یو زړه سواندی کس له ما سره مالي مرسته کوي خو زما حالت دومره خراب دی چې له دې څو چنده زیاتې مالي مرستې ته اړتیا لرم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x