افغانستان

کرزی : دښځو په وړاندي زورزیاتی باید ونشي، نارینه که ډیر زورواکي وي دهیواد دپولوساتنه دی وکړي

karzai_in_kabulنن ټکی اسیا: دښځو دنړیوالي ورځي په مناسبت دکابل دحبیبیه لیسی په انګړکي حامد کرزي دخپلي وینا په ترڅ کی افغاني میرمنو ته ډاډګیرنه ورکړه.

چي له طالبانوسره خبري کول به دافغاني میرمنو حقوق ترپښولاندي نکړي اوددولت لطرفه دطالبانو سره خبري کول باید ښځي په ویره کي وانه چوي.

زمونږخبري له طالبانوسره یواځی پدي اند دی چي افغانستان کي رواني بدبختي ته دپای ټکی کښیږدو اوپه افغانستان کي دایمي امن راولو،
نوموړي زیاته کړه چي دافغانستان ددولت ټول چارواکی اوپه خاصه توګه نړیواله ټولنه له طالبانوسره دخبروکولو اوله سیاسي لارو چارو د قضیی دحلولوملاتړکوي
کرزی زیاته کړه نن ډیردافتخارځای دی چي زه دافغانستان په سیاست کی ښځي وینم په پارلمان کي ښځي وینم اوپه خاصه توګه نن دافغانستان په هرګوټ کي ښځي دپوهي په ډګرکي مخ په وړاندي رواني دی
په اخیر کي کرزي ټنیګار وکړ چي لدي څخه به وروسته ۵۰ په سلو کی تعلیمي بورسونه ښځوته ورکوي، خوپرهغوي یی ټینګاروکړ چي له وخت څخه باید ګټه پورته کړي، پوهي ته مخه کړي، پوهه حاصله کړي ځکه چی پوهه رڼا ده، پوهه ژوند دي اوپوهه هرڅه دی
دخبروپه پای کی نوموړي یوځل بیا دهیواد له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه، چي دښځو په وړاندي له زور زیاتي څخه لاس واخلي، اوکه ډیرزور واکي وی لاړدی شي دهیواد دپولو ساتنه دی وکړي
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x