ټکنالوژي

نوی چینايي لیزري څلی چې بې پیلوټه الوتکې نسکوروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د چین دولتي تلویزیوني کانال ژینهاو (Xinhua) د راپورونو پر بنسټ دغه هیواد نوی لیزر لرونکی څلی جوړ کړې چې په کم ارتفاع الوتونکي بې پیلوټه الوتکې نسکوروي.

نوی څلی د ۱.۲ میله دایرې دننه خپل هدف له منځه وړي. دغه نوی څلی د دې هیواد د فزیک انجینري په اکاډمۍ (Academy of Engineering Physics) کې چې د ملي دفاع یوه اداره ده له خوا ترتیب او جوړ شوی چې یوازې ۵ ثانیو کې بې پیلوټه الوتکې په نښه او نسکوروي.

چین خپله تر اوسه د دغه څلي کوم رسمي تصویر رسنیو ته نه دی وړاندې کړی خو ویل کیږي چې دغه څلی به پر ځمکه او یا هم لوی موټرو کې ځای پر ځای کیدی شي.

د چین د دولتي کانال په وینا تر اوسه دغه څلی یوازې کوچنی بې پیلوټه الوتکې په نښه کولی شې چې اکثره د جاسوسی لپاره او ځینو نورو وړو کارونو لپاره شخصي کمپنیو له خوا کارول کیږي.

د چین ملي دفاع اداره د دغې هیواد ملي کانال ته ویلي چې دغه څلی به د امنیت نیولو لپاره په ځینې مراسمو کې چې د خلکو گڼه گوڼه زیاته وي استعمالیږي.

دغه څلی به هر هغه بې پیلوټه چې ۱۱۲ میله في ساعت سرعت سره له ۱۶۰۰ فوټه کم ارتفاع کې الوتنه کوي په نښه او نسکوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x