نړۍ

سعودي: په یوه میاشت کې تر ۴۱ زره زیات موټر غلا شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه،۱۳۹۳ل): په سعودي کې د موټر د غلا په اړه یوې تازه خپرې شوې څیړنې کې ویل شوي چې په دغه هیواد کې یواځې په یوه میاشت کې ۴۱۲۸۴ (یو څلویښت زره دوه سوه څلور اتیا) موټر غلا شوي، چې د هغو څخه ۴۵۳۸ (څلور زره پنځه سوه اته دیرش) یې بیرته خپلو مالکانو تر لاسه کړي، او د نورو درک لا ورک دی.

دا څیړنه چې د سعودي ورځپاڼي الشرق تر سره کړې، په کې ویل شوي چې دا شمېرې د تیر هجري قمري کال ۱۴۳۴ د محرم د میاشتې دي او زیاتوي چې په ځانګړې توګه د محرم په میاشت کې غلاوي زیاتې کیږي.

په څیړنه کې د تیر هجري قمري کال د محرم میاشتې په شمول دلسو نورو میاشتو د غلاوو شمېرې هم را ټولې شوي دي او ويل شوي چې په دې ټولو لسو میاشتو کې ۵۰۷۷۴ موټر غلا شوي، چې اکثره برخه یې یواځې د محرم میاشتې تشکیلوي، ځکه چې که ددغي میاشتې شمیرې (۴۱۲۸۴) د نورو سره پرتله شي، نو په هیڅ توګه نه شي سره مقایسه کیدلای.

د محرم وروسته د صفر میاشت د موټرو لپاره خطرناکه بلل شوې، په کومې کې چې ۱۲۸۵ موټر غلا شوي، او تر ټولو کمه غلا د شوال په میاشت کې شوې په کومې کې چې یوازي ۷۵۴ موټر غلا شوي.

د سیمو په لحاظ د سعودي پلازمینه ریاض لومړی ښار دی، چې د موټر ډیرې غلاوې په کې کیږي او له هغه وروسته مکه مکرمه راځي، چيرې چې په ذکر شوي موده کې ۲۸۱۶ موټر غلا شوي وه.
باید وویل شي چې په سعودي کي د موټر غلاوې یواځې د هغوی د مالیت له کبله نه کیږي، بلکي ډیر ځله په په دې موټرو کې قاچاق، ناقانونه موټر ځغلونې مقابلې، او نور جرمونه تر سره کیږي، چې له کبله یې اکثره هغه موټر چې له غلا وروسته بېرته تر لاسه شي، د جدي ستونزو سره مخ وي.

په سعودي کي د نن ټکی اسیا همکار وايي چې دا غلاوي له دې امله هم زیاتې کیږي چې د قانون سره سم اکثره وخت د غلا په پيښو کې حدود نه جاري کیږي، او یوازي قصاص باندې ټینګار کیږي.

باید وویل شي چې د اسلامي شریعت د قانون سره سم باید د غله لاس پرې شي، تر څو د نورو لپاره د عبرت وړ وګرځي، او خپله غل هم بیا له دغه کاره ولویږي، خو سعودي که څه هم د شریعت د قانون نافذولو دعوه کوي، خو په یوه میاشت کې په دومره لوړه کچه غلاوي ددې ښکاره ثبوت دی، چې د غلا حد نه جاري کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x