افغانستان

ننګرهار: د بهرنیانو په شپنیو عملیاتو کې سل تنه بندیان او دوه نور شهیدان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): د ننګرهار په چپرهار ولسوالي کې د بهرنیو ځواکونو له لوري تېره شپه عملیات ترسره شوي، چې پکې يې سل تنه عام وګړي زنداني کړي او دوه نور يې په شهادت رسولي.

د ننګرهار چارواکي هم مني چې تېره ورځ د چپرهار ولسوالي په غزو سیمه کې عملیات شوي دي او د دوی په خبره سل تنه مشکوک کسان يې نیولی دي.

د ننګرهار د امنیه قومنداني ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته ویلي چې د بهرنیو دوستانو په مرسته يې تېره شپه د چپرهار په غزو سیمه کې عملیات ترسره کړي او د شپې په دوه بجې يې پنځه وسله وال وژلي دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې تېره شپه ناوخته غزو سیمه د الوتکو تر دم لاندې راغله او د ټولو کورنو له پلټلو وروسته يې دوه تنه عام وګړي شهیدان او سل نور لاس تړلي له ځانو بوتلل.

د الفت په نامه یو تن پژواک اژانس ته ویلي چې عسکرو د کلي خلک او بزګر له ځانه سره بیولي چې اوس يې قومي مخورو د خلاصون هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي چې په یاده سیمه کې بهرنیو ځواکونو له کورنیو هغو سره یوځای عملیات کړي دي.

مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د خپلو ملګرو د وژنې یا نیونې خبره نه ده کړي او ویلي يې دي چې «د امریکایانو لخوا د کلي ټول نارینه چې تعداد يي تر ۱۰۰ تنو پورې سپين ږيرې ، ځوانان او ۹ کلنو ماشومانو ته رسیږي په يوه قلا کې بنديان کړي او پخپله د ښځو په منځ کې کور په کور تلاشۍ ته دوام ورکوي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ يې معتبرې لویديځې ورځپاڼې راپور ورکړ،  چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني احمدزی به ډېر ژر ملي او بهرنیو ځواکونو ته یو ځل بیا د شپنیو عملیاتو اجازه ورکړي.

په داسې حال کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او امریکایانو ترمنځ تل د شخړو او لفظي لانجو د محور ټکی د بهرنیانو له خوا شپني عملیات او په ملکي سیمو کې د درنو وسلو کارول وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x