افغانستان

راپور: په يوه اونۍ کې امريکايي ځواکونو دهلمند 52 ملکي وګړي شهيدان کړي

April_07_2007Sangin

امريکايي ځواکونو په دې وروستیو کې دهلمند ولايت دسنګين په جګړه څپلي ولسوالۍ کې چې ددې ولايت له مرکز لشکرګاه ښارنه شمال لوري ته په اويا کيلو متري کې دهلمند د سيند په غاړه پرته ده، خپلو ناروا او وحشيانه عملياتو ته خورا زور ورکړی چې په نتيجه کې يي ددې ولسوالۍ اکثره خلک له سیمي نه تښتيدلي او يا خو په خپلو کورونو کې بند پاتي دي .

دسیمي خلک وايي د هغي ورځي راهيسې چې برتانويان وتلي او په عوض کې امریکايي درنده ګان دي وطن راغلي دوی ورځ تر بلي د امريکايي عسکرو له خوا د وحشيانه او غير انساني عملياتو له وجي په تکليف شوي چې په نتیجه کې يوازي په تيره اونۍ کې دوه  پنځوس تنه بي ګناه اولسي خلک د دوی د وسله وال بريدونو ښکار شوي او شهيدان شوي دي .
ددې ولسوالۍ يو تن اوسيدونکی (مولوي هدايت الله) وايي چې په دې وروستیو کې ددې ولسوالۍ ټول خلک دخپلو کليو څخه کوچيدلي او ځيني چې پاتي دی هغوی هم په خپلو کورونو کې کلابند دي  او چې کله خپلو مځکو ته را ووزی نو د امریکايي عسکرو دبریدونو ښکار کيږي اوپه شهادت رسول کيږي .
نوموړی وايي چې ددې ولسوالۍ په لاندې کليو کې بيخي څوک نشته که څوک هم وي نوهغوی د را وتلو په وخت سمدستې دامریکايي عسکرو دبريدونو ښکارشوي اوشهيدان شوي دي .

دامريکايي ځواکونو له خوا د دې ولسوالۍ تخليه شوي کلي په دې ډول دي: د خانانو کلی ، پيرزو کلی ، بارګزو کلی ، بخشک کلی ، خاشوکلی، ملا عزيز الله کلي ، هزار ګانو کلی، ملک عبد الله اکا کلي ، دکلاميانو کلی ، د چيناری کلی، زعفرانی کلی ، ګارو کلی ، چارده ، خواجه ګدای ، د احمدزو کلي ، ګنبتي ، او سرکيله دا هغه سيمي دي چې اوسيدونکي يي ټول تښتيدلي او پاتي کسان يي د مياشتو راهيسې په خپلو کورونو کي د کلا بندی شپي او ورځي تيروي .

نوموړي زياتوي چې په دې ورستيو کې کوم کسان چې زه پيژنم امريکايي ځواکونو د خپلو اتومات ډوله ماشينګڼو ښکار کړي اوشهيدان کړي په دې ډول دي : زموږ د کلي حاجي ملا شاوه لي اخند، زموږ يو بزګر مستحب لالا، حاجي محمد انور قومي مشر، د حاجي فضلو اکا مشر زوی ، دملا شهزاد فقير يو ورور او بل د تره زوی ، د کلاميانو د کلي د حاجي صالح محمد اکا څلور زامن او یو بل تن د حاجي خير محمد زوی او يو بل ددوی دوست چې په ميلمستا د دی کور ته په هغه ورځ راغلی و چې کله ووتی نو سمدستې د امریکايي عسکرو له خوا تر بريد لاندې راغی اوځای په ځای شهيد کړای شو.

دغه راز څو ورځي وړاندې د سيد رسول اکا يو زوی ، بل د ادم اکا زوی ، د حاجي میرزا اکا زوی او دوه نور زموږ د کلي د خلکو بزګران وه په ورته توګه شهيدان شوي دي .

نوموړي مولوي صاحب چې په سیمه کې يو مخور سړی دی زیاتوي دغه راز يوه مياشت وړاندې ددې ولسوالۍ دميان رودي او جوشالي په کليو کې په يوه ورځ امریکايي ځواکونو شل تنه بي ګناه خلک په ورته توګه شهيدان کړل  چې په اړه يي ددې ولسوالۍ ټول چارواکي او سيميز خلک پوره معلومات لري .

د يادوني وړده چې په دې ورستيو امریکايي ځواکونو په ياده ولسوالۍ کې دخپلو ناروا عملياتو سربيره د خلکو په کښتي مځکو، باغونو او کوورنو کې د خپلو قرارګاو تر مينځ مواصلاتي پراخ ديارلس ميتره سړکونه ايستلي او جوړي کړي او لا هم په لګيا دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx