
سعودي: وسله والو ۵ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه ۱۳۹۳ل): سعودي چارواکي وايي چې د عاشورا په ورځ څو تنو مخپټو وسله والو ۵ کسان پر ډزو وژلي او ۹ يې ټپیان کړي دي.
عربي رسنۍ د سعودي چارواکو له قوله لیکلي چې پېښه بېګا شپه د دغه هېواد په ختیځ الاحسا نومې سیمه کې رامنځته شوې.
د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې ۳ تنو مخپټو وسله والو چې تمانچې او نورې وسلې ورسره وې، د یوې ودانۍ څخه پر وتونکو خلکو ډزې وکړې.
ویاند زیاتوي چې ډزو ۵ کسان وژلي او ۹ نور يې ټپیان کړي او بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.
نوموړی همدا راز رسنیو ته وویل چې د پېښې سره د تړاو په تور یې ۶ کسان نیولي او د پېښې په اړه يې څېړنې پیل کړي.
ویل کیږي چې په دغه سیمه کې شیعه وګړي اوسیږي او وژل شوي کسان هم شیعه ګان دي.