افغانستان

جلال اباد: دوو پر لپسې چاودنو 27 امنتي او دولتي چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله

nangerhar_attack

نن ټکی آسیا: نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې دوو پر لپسې چاودنو لږ تر لږه دوه کسه وژل شوي او 25 نور ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښه کې دوه تنه د پولیسو افسران او 16 نور امنتي مسولین ټپیان شوي دي.. او پاته 9 کسان ملکي کسان دي.

ځینو سرچینو ویلي چې په دغه چاوندنه کې د جلال اباد د تروریزم سره د مبارزې مدیر او بل د څلورمي امنتي حوزی د امر مرستیال وژل شوی دی.

د سیمي څخه یو ډاکټر رسنیو ته ویلي چې روغتون ته 4 مړي او 22 ټپیان را وړل شوي دي، چې اکثره یې امنیتي مسولین دي، او ځینی لوړ رتبه چارواکي هم په کښي شامل دي.
چاودنه په داسي مهال را منځته شوې چې د جلال اباد د عیدګاه مسجد کې د ولایتي شورد او علماوو ګډه غونډه روانه وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه پیښي مسولیت په غاړه اخیستي او ویلي یې دي چې لږ تر لږه 10 تنه پولیس وژل شوي، چې ځیني یې لوړ رتبه افسران دي، او 15 نور ټپیان شوي دي..نومړي د کورنیو د چارو وزارت هغه ادعا په کلکه سره رد کړې چې په چاودنه کې ملکي کسان وژل شوي دي… ده په دې ټینګار وکړ چې ټوله وژل شوي او ټپیان شوي امنتي چارواکي او لوړ رتبه افسران دي.

دوو پر لپسې چاودنو 27 امنتي او دولتي چارواکو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی آسیا: نن د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې دوو پر لپسې چاودنو لږ تر لږه دوه

کسه وژل شوي او 25 نور ټپيان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په پېښه کې دوه تنه د پولیسو افسران او 16 نور امنتي مسولین

ټپیان شوي دي.. او پاته 9 کسان ملکي کسان دي.
ځینو سرچینو ویلي چې په دغه چاوندنه کې د جلال اباد د تروریزم سره د مبارزې مدیر او بل د

څلورمي امنتي حوزی د امر مرستیال وژل شوی دی.
د سیمي څخه یو ډاکټر رسنیو ته ویلي چې روغتون ته 4 مړي او 22 ټپیان را وړل شوي دي،

چې اکثره یې امنیتي مسولین دي، او ځینی لوړ رتبه چارواکي هم په کښي شامل دي.
چاودنه په داسي مهال را منځته شوې چې د جلال اباد د عیدګاه مسجد کې د ولایتي شورد او

علماوو ګډه غونډه روانه وه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه پیښي مسولیت په غاړه اخیستي او ویلي یې دي چې لږ تر

لږه 10 تنه پولیس وژل شوي، چې ځیني یې لوړ رتبه افسران دي، او 15 نور ټپیان شوي

دي..نومړي د کورنیو د چارو وزارت هغه ادعا په کلکه سره رد کړې چې په چاودنه کې ملکي

کسان وژل شوي دي… ده په دې ټینګار وکړ چې ټوله وژل شوي او ټپیان شوي امنتي

چارواکي او لوړ رتبه افسران دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x