افغانستان

د امریکا وزیر دفاع کابل ته په ناڅاپي سفر را ورسیدی

robert-gates-hamid-karzai-2010-12-8-12-0-23
نن ټکی آسیا: نن د امریکا وزیر دفاع روبرټ ګیتس افغانستان ته په یوه غیر علني سفر را ورسیدی.
نومړي به د افغان ولس مشر حامد کرزی سره د نيژدې لیده کاته هم کوي، او د عام اولسي وګړو پر مرګ ژوبله به هم سره ږغیږي.
پرون حامد کرزي د خپلي اولس مشری د ماڼي څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي وو، چې دی د عام اولس په وژنه د امریکایانو بخښنه غوښتل رده وي، او هیڅ یې نه مني.
ده وویل چې د امریکایانو بخښنه غوښتنه د پيښې وروسته هیڅ مانا او فایده نه لري.
د یادوني وړ ده چې تېره اونۍ کې امریکایانو د کونړ په ولایت کې پر هغو ماشومانو چې په غرو کې لرګي ټولوله، بمبارۍ کړې وه، او نهه تنکي ماشومان یې وژلي وه.
دهغه تر مخه په یوه بله پېښه کې امریکایانو د همدې ولایت د غازي اباد په سیمه کې د رسمي سرچینو له خولې تر 60 زیات ولسي کسان وژلي وه، مګر تر اوسه امریکایانو د هغو په اړه نه بخښنه غوښتې او نه یې ځان ملامت بللی، که څه هم د افغان حکومت رسمي چارواکو ډېر اوازونه پورته کړه.
د یادوني وړ ده چې جنرال پیټرایوس د هغه پيښې په اړه ویلي وو چې افغانان خپل بچي په خپله وژني او سوځي یې، تر څو په دغه کړنه امریکایان بدنام کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x