دیني، سیرت او تاریخ

امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکی دهرمسلمان وظیفه ده (1)

(لیکوال :ابومحمد مولوی نورالحق مظهری)

بسم الله الرحمن الرحیم

نظر ومهم والی ته دامر بالمعروف او نهی عن المنکر دوظیفی ، همدا راز نظر وتعمیم اوعدم تخصیص ته ددی وظیفی په یوخاص مکان او زمان اوشخص پوری غواړم دلته څودلائل دقرآن اوحدیث څخه ولیکم چی دورایه ورڅخه داسی ښکاری چی امر بالمعروف تنها دعلماؤ وظیفه نه بلکه دهر مسلمان وظیفه ده ، البته ترخپل توان پوری اودخپل علمی استعداد دظرفیت په نظرکی نیولو سره اوپدی هکله دشرعی حدود په ساتلو سره ، او تدین اوایمانداری په مراعات کولو سره.
دقران څخه دلائل:

1.    {كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْراً لَّهُمْ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ}.[سوره آل عمران 110] ژباړه: تاسو بهترینه امت یاست چی ایستل شوی یئ دپاره دخلګو ، تاسو امر بالمعروف کوئ اونهی عن المنکر کوی ، او په الله باندی ایمان لرئ ، او کچیری اهل کتابو ایمان راوړئ وای نوددوی لپاره به ډیره ښه وای ، ددوی څخه ځینی مسلمانان دی ، خواکثره یی کافران دی.

پدی آیت شریف کی خطاب ټوله امت ته دئ ، ځکه په لفظ د”کنتم” سره یوه خاصه طبقه خلګ مراد ندی ، بلکه امت محمدی صلی الله علیه وسلم ته خطاب دئ، وروسته چی کومه خبره دامر بالمعروف اونهی عن المنکر راغلیده هم عامه ده ټوله امت ته شامله ده ، اودهر چاوظیفه ده.

2.    {وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَآءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَـئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ}.[سورة التوبة 71] ژباړه:نارینه مسلمانان اوښځی مسلمانانی ځینی یی دځینو نورو دوستان دی ، امر بالمعروف کوی اونهی عن المنکر کوی ، لمونځونه کوی اوزکاتونه ورکوی ، او دالله اودهغه درسول اطاعت کوی ، ډیر ژردئ چی الله پاک به پردغه خلګو باندی خپل رحمت وکړی ، بیشکه الله غښتلئ اوحکمت والا دئ.

پدی آیت شریف کی الله پاک بیله کوم تقسیم اوتوپیره مسلمانان سره دوستان بللی او دهغوی وظیفه یی دیوبل په مقابل کی دا ښودلیده چی هغوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، همدا راز لمونځونه کوی او………
نولکه چی لمونځ زکاة او دالله اطاعت دهرچا وظیفه ده همدا راز امر بالمعروف اونهی عن المنکر هم دهرچاوظیفه ده مګرداچی دیوشرعی عذر له وجه الله پاک دچاڅخه ساقط کړئ وی،

3.    التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ [سورة التوبة 112] ژباړه: توبه کوونکی ، عبادت کوونکی ، حمد ویونکی، روژه نیوونکی، رکوع کوونکی، سجده کوونکی، په معروف باندی امر کوونکی اودبد کارڅخه نهی کوونکی ، او دالله پرحدودو باندی حفاظت کوونکی ، اومسلمانانو ته دجنت زیرئ ورکړه.
پدی آیت کی خدای پاک دمومنانو صفتونه په ډیرو صفاتو سره کړیدی چی یودهغوی څخه دغه دئ چی دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، نولکه چی نورکارونه دهر رښتینی مسلمان صفت دئ امر بالمعروف هم دهر مسلمان صفت دئ.

4.    لَيْسُوا سَوَاءً مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَائِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللَّهِ آنَاءَ اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ * يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُولَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ [سورة آل عمران 113 – 114] ژباړه: اهل کتاب ټوله یوډول ندی داهل کتابو څخه یوه ډله ده چی دالله پردین باندی ولاړه ده ، دالله آیاتونه دشپی تلاوت کوی اوسجده کوی ، پرالله او ورځی دآخرت ایمان لری ، امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، دخیرات په کولوکی تلوار کوی ، اودغه خلګ نیک خلګ دی.

پدی آیت کی الله پاک دهغه اهل کتابو چی ایمان یی راوړئ دئ ، دنورو  صفتونو په څنګ کی ددوی داصفت هم ذکر کوی چی دوی امر بالمعروف اونهی عن المنکر کوی ، نولکه نور صفتونه چی په هغوی یومومن ددوی متصف کیدلائ شی پدغه صفت باندی هم هرمومن ددوی متصف کیدلائ شی.

5.    وَالْعَصْرِ (1) إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ (2) إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (3).

ژباړه: زما دی قسم وی دمازیګر په وخت سره چی هر إنسان په تاوان کی دئ ، مګرهغه څوک چی إیمان یی راوړئ وی اونیک عمل یی کړئ وی ، اوپه حق اوصبرباندی یی توصیه کړیوی.

دلته خدای پاک دجملی څخه دتاوانی خلګو هغه خلګ استثناء کړیدی کوم چی په الله یی ایمان یی راوړئ ، ښه عمل یی کړئ او په حق اوصبرباندی یی توصیه کړیوی.

توصیه په حق اوصبر باندی همدغه معنی چی نورو ته إنسان دحق اوصبرسپارښتنه کوی چی دغه په خپله معنی دامر بالمعروف اونهی عن المنکر ده، لکه په تفسیرقرطبی کی چی ددی آیت په تفسیر کی لیکی: أوصى بعضهم بعضاً، وحث بعضهم بعضاً.[قرطبی] یعنی ځینو وځینو نوروته وصیت کړئ وی ، اوځینو ځینی نور پردی باندی باعثه کړیوی ، نوچی کله وصیت بالحق او وصیت بالصبر امر بالمعروف شی نولکه دلته چی په استثناء کی صفت ممیزه دهرمسلمان لپاره راغلئ دئ ، او دمسلمان لپاره صفت دکمال او جلاکوونکئ صفت دئ ، نوامر بالمعروف هم دهر مسلمان صفت دئ اوپرهرچاباندی لازمه ده چی دخپل علم اوتوان موافق امر بالمعروف اونهی عن المنکر وکړی.
——————–

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x