دیني، سیرت او تاریخ

کالمعلقة

ليكوال: طلحه مجاهد

د انسان دژوندون هر اړخ له امتحاناتو او ازموینو څخه ډک دی، هر قدم به په احتیاط اخلي، له خلګو سره به ښو اخلاقو مخامخ کیږي، کنه نو د خلګو په منځ کي به دي محبت کم وي، له مور او پلار سره به ښه او د میني څخه ډکه رویه کوي، کنه نو الله به ناراضه او د جزاءا وفاقا د اصل سم به دي ژوند د مشکلاتو سره مخ وي، د اولاد د تربیت به خاص خیال ساتي، کنه له ستونزو سره به لاس او ګریوان يي، د کورنۍ جوړښت به د اسلامي اصولو سره سم برابره وي، کنه د غرب د فلسفي ښکار يي.

خو خبره هلته نوره هم ګرانیږي چي: نارینه له یوي څخه د زیاتو ښځو خاوند سی، د یوې ښځي سره لا داسي ارامه زندګي تیرول، چي همیښه په خوشحالیو کي وي ګرانه ده، ځکه نبي پاک صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

إِنَّ الْمَرْأَةَ كَالضلَعِ، إِذَا ذَهَبْتَ تُقِيمُهَا كَسَرْتَهَا، وَإِنْ تَرَكْتَهَا اسْتَمَتَعْتَ بِهَا وَفِيهَا عَوَجٌ. رواه مسلم

یقینا ښځه لکه پوښتۍ داسي کږه ده، که يي سېده کوي ماتيږي، او که يي دغسي پریږدي نو دکږوالي سره به ګوزاره وسره کوي.

د ښځي د عقل د کموالي، او په چل او فریب کي د مهارت له امله به ډیر کم خلګ وي چي د ستونزو سره لاس او ګریوان نه وي. خو د ستونزو څخه د خلاصون لپاره تر ټولو غوره لار داسلامي زندګي خپلول دي.

د اسلام په سپیڅلي دین کي د هر مرض علاج په ډیر ښه معقول انداز کي شته دی، که څوک د نبوي لارښونو په رڼا کي د خپل کور سره سمه زندګي خپله کړي، نو نه دا چي له مشکلاتو سره به مخ نه سي، بلکي الله به هم ترینه راضي او خوشحاله وي.

الله تعالی فرمایلي دي: ﴿وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوف﴾ یعني د ښځي سره داسي ژوند غوره کړه کوم چي د ځان لپاره خوښ بولې. په هغه اخلاقو ورسره کړه وړه کوه کوم چي د ځان لپاره ښه بولي.

امام جصاص رحمه الله فرمايي: د معروف له جملي څخه دادي: چي خپل مهر پوره ورته ورکړي، د نفقي اسانتیا ورته برابره کړي، او که له یوي څخه زیاتي ښځي ولري، نو د هغوئ په مابین کي په انصاف سره د شپو تېرولو نوبت جوړ کړي، له هغوئ سره د سختو خبرو څخه ځان وساتي، داسي مه کوه چي له یوي سره دي مینه محبت وي، او هغه بله هسي خوسي پریږدي، او دیوې وخواته زیات میلان مه کوه، د هغوئ په وړاندي له تروش کښېناستلو څخه ځان وساته، او داسي نور هغه څه چي هغوئ ته ورباندي تکلیف رسيږي، دا ټول د معروف له جملي څخه دي.

البته مشکل هلته زياتيږي چي د اسلامي اصولو ځخه مخ وګرزوي، او طبعي خبره ده چي د دو ښځو سره د انساني طبیعت له وجي ستونزي وي، د مثال په ډول چي له یوي سره به يي زیاته مینه وي له بلي سره کمه، کله به په خبرو کي هغه مینه ځیني ښکاره کیږي او کله په افعالو کي، لکه الله رب العزت فرمایلي دي: ﴿وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّساءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ﴾ تاسو به هيڅکله هم عدل ونه کړای سئ که څه هم پر دي تاسو حارص هم سئ، کله به د ښایست او جمال، او کله به د ښو او بدو اخلاقو له امله د خاوند په طبیعت یوې او بلي خواته میلان پیدا کیږي.

سړی به همیشه کوشش کوي چي پر خپل ځان او نورو وګړو ظلم ونه کړي، د یوي سره ښه زندګي او د بلي سره چپه، د یوي سره ډیر کښېناستل او د بلي سره کم، د یوي سره جالبي او د محبت خبري کول او له بلي سره سرچپه، د یوې دخپلو خپلوانو سره ښه کول د بلي د هغې سره کم، د یوي د خپلوانو د هغې په وړاندي صفت کول د بلې د خپلوانو دهغې په وړاندي غیبت، او يا یوه ښځه داسي پرېښودل چي نه ازاده وي او نه داسي وي لکه د ميړه خاونده، دا ټول هغه څه دي چي الله ورباندي ناراضه کیږي، دا هم پر ځان او هم پر ښځي ظلم دي،او په مجموع کې تاوان ومعاشري ته هم رسیږي.

الله رب العزت فرمایي: ﴿فَلا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوها كَالْمُعَلَّقَةِ﴾ د یوي ښځي وطرف ته ټول میلان مه کوئ داسي چي ابله بېخي داسي پريږدئ چي نه ازاده وي او نه د میړه خاونده.

هلته خبره نوره مشکله کیږي چي د اسلام د قوانینو خلاف ژوند پیل سي، ځکه بیا به يي اثر په دونیوي زندګي کي هم ښکاره سي او په آخرت کې به ې حال د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ارشاد سره سم داسي وي.

من كانت له امرأتان فلم يعدل بينهما جاء يوم القيامة وشقه ساقط. أخرجه الترمذي.

د چا چي دوې ښځي وي، او د هغوئ په مابین کي انصاف ونه کړي، د قیامت په ورځ به په داسي حال کي راسي چي یو طرف به يي ساقط وي، په بل روایت کي داسي الفاظ دي: چي یو طرف به يي شل وي.

حضرت عایشة رضي الله عنها فرمایي: چي نبي صلی الله علیه وسلم به د ښځو په مابین کي نوبت کاوو، او ویل به يي: یا الله دا زما تقسیم دی چي زه يي مالک یم، په هغه کي مي ته مه ګرمه وي چي ته یي مالک يي او زه يي نه یم مالک. یعني د زړه په محبت مي ګرم مه بولي چي زما په اختیار کي نه دی.

د اسلامي معاشري يوه لویه ځانګړتیا خانداني جوړښت دی، دا هغه خاصیت دی چي نن غربي نړۍ په غیر شعوري ډول ورته تږي ده، هلته د انډيوالۍ بر بنسټ زیات ټنګار کیږي، د فرینډ او دوست الفاظ زیاده استعمالیږی، په پیل کي خو هسې پر هوټلو او روډو د یارانه تر سیوري لاندي ژوند کوي، له هغه وروست د غرب له پالسي سره سم يې د خاوند دنده چېرته او د دې دنده چېرته ولګيږي، د هغو ستونزو سره مخ وي چي الامان والحفیظ، ډيری اولاد يي په وړکتونونو کي پالل کيږي، مور او پلار يي نه وي معلوم.

دا اسلام برکت دی چي مسلمانان له دا رنګه ټولو ستونزو څخه په امان دي، نو که د دې نعمت شکر ادا کړو، الله به راضي او په نعمت کي به مو زیاتوالی هم راسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
KkK

ډېر ښه په زړه پورۍ مطلب ؤ

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x