افغانستان

دکونړ له ماڼوګۍ ولسوالۍ نه بهرني ځواکونه ووتل

marines_us_afghanistanله کونړ ولایت نه په ترلاسه شویو خبرونو کې ویل شوي دکونړ ولایت دپيچ درې دماڼوګۍ ولسوالۍ نه خارجي ځواکونه وتلي او خپله یوه ستره پوځي اډه یې خالي کړې. دماڼو ګي ولسوالي دموقعیت له نظره یوه ډیره مهمه او ستراتیژیکه سیمه ده شپږ کاله وړاندي بهرني عسکر دلته ځاي پر ځاي شول

،په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دخارجي ځواکونو داستر مرکز همیشه دطالبانو تربریدونو لاندي وو او دې مرکز ته ورغلي اکمالاتي لارې ټولې له امنیتي ستونزو ډکې دي ددې پوځي اډې اکمالات دهواله لارې ترسره کیدل.

له دې سیمه نه وروسته له هغه بهرني پوځیانو وزي چې تیره اوونۍ دکونړغازي اباد سیمه کې دامریکايي ځواکونو له لوري په بمبار کې نهه تنه ماشومان ووژل شول او تر دې وړاندي په یوه بل وحشیانه بمبار دکې چې په یوه کلي وشو تر۷۰ زیات ملکي وګړي ښځې ماشومان پکي شهیدان شول.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x