افغانستان

د شنيډنډ پر امنيه قومندانۍ راکيټي بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولايت چارواکي وايي، طالبانو د شينډنډ ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ راکټي بريدونه کړي دي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي، چې طالبانو د شينډنډ ولسوالۍ پر امنيه قوماندانۍ دوه راکټي بريدونه کړي دي.

احمدي زياتوي، چې بريد کوونکي له پېښې وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د ښاغلي احمدي له قوله، د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او تر اوسه د ياد بريد په تور څوک نه دي نیول شوي.

د يادې پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x