افغانستان

په کابل کې دامریکا خلاف له قهره ډک لاریو ن تر سره شو

kabul_demonstrationدکابل ښار په واټونو کې دامریکا او کابل رژیم په خلاف یو پراخ لاریون چې دګډون کونکو شمیر یې سلګونه تنو ته رسیده ترسره شو.

لاریون کونکو چې له ځان سره یې د کونړ په غازي اباد کې دشهید شویو وګړو عکسونه لیږدول ، دامریکا اوکابل حکومت پرضد یې له قهر او غصې نه ډک شعارونه ورکول.

لاریون کونکو دامریکایي ځواکونو له لوري پر عامو وګړو ،کلیو او کورونو باندي وحشیانه بمباري په کلکه وغندلې او دایې یو نه بخښونکي جنایت وباله.

مظاهره چیانو په افغانستان کې د دایمي امریکايی پوځي اډو دجوړیدو په کلکه مخالفت وکړ او ویې غوښتل چې بهرني ځواکونه دي ژر ترژره له افغانستانه ووزي.

دلاریو ن ګډون کونکو دکرزي د ادارې خلاف هم نارې وهلي او اوسنۍ اداره یې یوه له فساده ډکه اداره وبلله.

احمدبریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x